fbpx

جوهرتسارنایف په اعدام محکوم شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴): راپور: بخت الرحمن بخت:  جوهرتسارنایف چي د امریکا په شمال ختیځ د پوسټن په ښار کې د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې د میراتن د ځغاستې د مسابقې پر مهال له خپل مشر ورور سره یوځای د مونډي په میدان کې چادونې کړې وې نن سهار د یوي امریکایی محکمي له لورې په اعدام محکوم شو.

د محکمي قاضیانو د ۱۴ ساعته اوږد بحث او خبرو وروسته پر جوهر د اعدام حکم اعلان کړ.

پر جوهر تسارنایف ټول ۱۷ تورونه لګیدلي وو چې نوموړی د ۲۰۱۳ کال د اپریل دمیاشتې په چاودنو کې لاس لري، خو نن د محکمې له لوري له ټولو ۱۷ تورونو څخه ۶ پر نوموړي ثابت شوي او د دغو شپږو جرمونو له امله یې په اعدام محکوم کړ.

د ۲۰۱۳ کال د اپریل د میاشتې پر ۱۵ مه نيټه د بوسټن د ځغاستو په مسابقو کې کومي چادوني په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د میاشتې له چاودنو وروسته سترې چاودنې وې چې له امله یې درې کسان ووژل شول او ۲۶۱ نور ژوبل شول.

جوهر تسارنایف او د نوموړي مشر ورور تیمولنګ په دغو چادونو کې په لاس درلودلو تورن و. تیمور لنګ وروسته د پولیسو له لوري په مخامخ ډزو کې ووژل شو، او جوهوتسار نایف ژوندی ونیول شو.

یادې محکمې ویلي چې جوهر په تیرو دوو کلونو کې په خپله ګناه پښیماني نه ده ښودلې او له همدې کبله په اعدام محکوم شو خو نوموړی اوس هم ډير وخت لري چې بخښنه ورته وشي.

جوهر تسارنایف د شوروي اتحاد د پخواني جهوریت قرغزستان او جنګ ځپلي سیمي داغستان اوسیدونکی دی، نوموړی په ۲۰۰۲ کال کې له خپلې کورنۍ سره یوځای امریکا ته راغلی. دایسوشیتد پریس خبري اژانس د خبر له مخې پر جوهر تسارنایف د اعدم د حکم له اعلانولو وروسته يې په داغستان کې د نوموړي له پلار سره خبرې کړي، خو پلار یې پرته له دې چې یوه اوږده ساه واخلي او چپ پاتې شي نور څه ونه ویل.

د جوهر تسارنایف مدافع وکیلان وايي چې جوهر تسارنایف له مشکلاتو څخه ډک ژوند درلود هغه له داغستان ته څخه امریکا ته د کړاونو او مشکلاتو له کبله راغلی و، د هغه ژوند له ستونزو ډک وو، دغو ستونزو د نوموړي پر شخصي ژوند بد اغېز کړی وو.

دغه مدافع وکیلان وایي چې د ۲۰۱۳ کال دپوسټن په پیښه کې ستر رول د نوموړي دمشر ورور تیمورلنګ وو او تسارنایف یی یواځې ملګرتیا کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د