نظــر

د قرآن سوځونې غچ!!

Afghan-men-shout-anti-U.S-slogans-in-Jalalabad-February-22-2012د قرآن سوځونې پېښې د امريکايي وحشت، بربريت او دين دښمنۍ انځور يو ځل بيا د نړيوالو مخې ته کېښود. رسنيو ته د دې غميزې له خپرېدو سره سم، امريکايي قومندانانو او سياسي مسئولينو هڅه وکړه چې ولس اغفال کړي، دوى مکرر بخښنې غوښتلې. ولس دا لس کاله دوى ښه وپېژندل، چې دوى هېڅ انساني او اسلامي ارزښت ته په درناوي قايل نه دي. يوه مهال امريکايان نړۍ کې د سوله غوښتونکو او بشرپالو په توګه پېژندل کېدل، خو د افغانستان او عراق اشغال او د دغو هېوادونو په زندانونو کې له اسيرانو سره د دوى وحشي چلند نړيوالو ته وښوده چې امريکايان اوس بشرپال او متمدن ملت نه دي،

بلکې دوى اوس په وحشت او بربريت کې له کمونيستانو هم تېره کړې ده، هغه کمونيستان چې دوى به ترې نړيوال وېرول.
د افغانستان د بګرام په نظامي اډه کې د امريکايي ځواکونو په واسطه د قرآن سوځونه هغه مهال رسنيو ته رواووته، چې د قرآن کريم او نورو ديني کتابونو سوځېدلې نسخې له اډې بهر موندل شوې وې.
د دې دردوونکي خبر له اورېدو سره په ټول افغانستان کې د امريکايي ښکېلاک پر ضد ټول ولس پر لاريونونو او مظاهرو لاس پورې کړ. لاريون کوونکو په يوه خوله د امريکايي ځواکونو د ايستلو شعارونه ورکول. لاريون کوونکو د قرآن نه د دفاع په لار کې په کم سارې زړورتيا د ننګرهار د خوګياڼو په ولسوالۍ کې د بهرنيانو پر اډې ورودانګل.
تر دې دمه د شهيدانو شمېره تر شلو تنو اوښتې ده.

متوقع غچ

د قران سوځونې له پېښې پنځه ورځي وروسته، په داسې حال کې چې متواترې مظاهرې هم روانې وې، د کورنيو چارو د وزارت په انګړ کې يوه افغان د ټوپک شپېلۍ د امريکايي ((مشاورينو)) لوري ته واړوله او دوه يې ترې وغځول.
همدارنګه رسنيو راپور ورکړى دى چې له دې پېښې وړاندې د ننګرهار په ولايت کې هم دوه تنه امريکايان وژل شوي دي. له دې پېښې سره سم، پرون د شنبې ورځ په افغانستان کې د امريکا عمومي قومندان، جنرال جان الن، اعلان وکړ چې له ټولو افغاني ادارو به بهرنيان وېستل کېږي.
د قران نه د دفاع په خاطر د امريکايانو وژنه هغو ته چې له قضياوو سم درک لري، څه د تعجب خبره نه وه. د دغه ډول نورو ناڅاپي حملو هيله هم شته، ځکه همېشه له دغه ډول جنايتونو وروسته افغانانو د پام وړ بهرنيان له تېغه تېر کړي دي.
هيله ده د دې پېښې د غچ په خاطر د اسلامي امارت نظامي مسئولين هم ځانګړي عمليات پيل کړي، څو د قرآن د توهين عواقب لا څرګند شي.

ديپلوماتيکي بخښنې:

له دې پېښې سره سم، د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په شمول يو شمېر امريکايي مقاماتو ((بخښنې)) وغوښتې! افغان ولس د دغو بخښنو له تشو الفاظو سره اوس کافي بلد شوى دى. ولس اوس پوهېږي چې دغه بخښنې يوازې د ولس د غولونې په موخه ترسره کېږي، څو د قهرېدلو لاريون کوونکو غوسه کمه کړي او لاريونونو ته د پاې ټکى کېږدي.
عجيبه دا ده چې ښکېلاک ته يو شمېر ژمنو افغانانو هم له قهرمانو لاريون کوونکو غوښتل چې لاريونونو ودروي، ځکه اوباما او جنرا الن بخښنې غوښتي!!
هغوى چې ځانونه روڼ اندي ګڼل، نن د ښکېلاک يوې تشې بخښنې باندې اکتفا کوي او د دغو ديپلوماتيکي بخښنو ماهيت ورته نه دى معلوم. په حقيقت کې دغه بخښنې يوازې د دې لپاره غوښتل کېږي چې ولس وغولوي او د کورنيو چارو د وزارت په انګړ کې د تېرې ورځې د پېښې په څېر له نورو  پېښو مخنيوى وکړي.

ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x