mor aw zoy

د يوې غيرتي مېرمنې ټينګ ايمان او د فرعون نهايي ظلم – وروستۍ برخه

ليکوال: محمد بن عبد الرحمن العريفي

ژباړن : حمد الله دانشمند

کله چې نوموړې باهمته مېرمن بيا د فرعون په وړاندې و غوښتل شوه بيا د تېر په څېر ترې غوښتنه وشوه چې خپل حق دين ته شا کړه نوموړې بيا هم د تېر په څېر په خپل دريځ ولاړه وه او ترېنه يوه زره هم شاته نه شوه، فرعون په قهر شو امر يې وکړ چي دويم زوی يې هم ياد دېګي ته حواله کړي.

هغه هم د کفري پوځ په مټ د مورکۍ له لمني و دېګ ته ټېل وهل شو په داسي حال کي چې له مورکۍ يې د خلاصون ، او له کبرجن فرعون نه يې د ترحم غوښتنه په وړه ژبه جاري وه ، او په ډېره بې رحمي د خونين دېګ خوراک ، په لنډو شېبو کي يې واړه په اور کباب شوي هډونه د خپل ورور له هډونو سره يوځای شول.

دا هر څه د مهرباني مور په وړاندي تر سره کېږي خو مورکۍ بيا هم د سپيڅلې دين له پيروي نه لاس په سر نه شوه !

فرعون يې د درېيم ځوی په راکاږلو ، او سېځلو امر وکړ له هغه سره يې هم د نورو وروڼو په څېر چلند تر سره کړ مورکۍ لاپه خپل دريځ د الهي ځانګړې نصرت په مټ محکمه پاتې ده !

فرعون امر وکړ چې څلورم بچی يې هم د تيلو و تل ته حواله  او د اور خوراک يې کړئ ! ناترسه پوځ هغه وړوکی ماشوم د خپلي مورکۍ له غېږي را کاږي په داسي حال چې واړه لاسونه يې د مور تر جامو تاو کړي اخېر د کش مکش پر مهال د مور په پښو کي را پرېوتل ، او اوښکي يې د مورکۍ په پښو ور بهېدلې مورکۍ غوښتل چي له خپله نازولي ماشوم سره موخه ښه وکړې خو د ظالم لښکر له لورې ورته اجازه ورنه
کړل شوه ، او په ډېر جبر يې تنکو لاسونو کش کړل . په داسي حال کې چي په وړه ژبه يې په کړا – مړا د تر حم او شفقت غوښتنه کوله لکن بې رحمه انسانان کله وجدان لري چي پر چا و رحمېږي .

نوموړی ماشوم هم د نورو وروڼو په څېر و اېشول شويو تېلو ته واچول شو او په لنډ مهال يې واړه هډونه سپين د تېلو پر سر را څرګند ، او د کباب شويو اندمو بوی يې د مور کۍ تر سپوږموشول. ياد ماشوم هم د تل له پاره ترې مسافر شو !.

مورکۍ هک پک حيرانه د نازولي بچي له فراقه يې تړمې اوښکې په مخ درومې، او د تخيل په صحنه کې ور سره ده : کله له خپلي سيني ورته شيدې ورکوي او په وړه ، او نازکه ژبه ورته وړې – وړې خبرې کوې ، کله يې د ميني په غېږ کي للو – للو کوي ، کله يې د زړه ټوټه له وېښتانو سره لوبي کوي ، او کله يې په ګل ورين تن جامې اغوندې خو لا هم زيار باسي چي خپل خوږ دين له لاسه ور نه کړي ، او په زړه کې يې بله د توحيد ډيوه د تيارو ښکار نه شي !.

تر ټولو وړوکی تي خوره پنځم ماشوم يې هم په ډېر وحشت ، او بربريت سره د مورکۍ له غېږي په داسي حال کي را و کاږل چې خوله يې د مور له شيدو ډکه وه کله يې چي را جلا کړ وړوکي د ګلاب په څېر ماشوم په چيغو پيل وکړ !

نا څاپه د مورکۍ له خولي نه يوه سوې سانده ووته ! لوی الله جل جلاله چې کله د هغي عاجزي ، دردمن حالت ، او غم ځپلې څېره وليده ، د هغې نازولي تي خوره ماشوم ته يې د دې د تسل لپاره ژبه ورکړه ، او ورته يې وويل : ((يا أماه اصبري فإنك على الحق..)) ژباړه : ” ای مورکۍ ! الله جل جلاله ته صبر وکړه ته په حق باندي يې او…

دا يې وويل د نوموړي ماشوم هم غږ ورک، او له خپلو وروڼو سره يې هډونه شريک شول په داسي حال کي چي د مور دشيدو پاتې شونې يې په خوله کې وه ، په وړو لاسونوکي يې دمورکۍ وېښتان تاو ول ، او په جامو يې د خپلي مهربانې مور د اوښکو نښې – نښانې وې! .

لنډه دا چي پنځه واړه ماشومان يې داور خوراک شول مورکۍ حالت څارې، په پاک ، او معصوم فکر کې يې د دې سترې غميزې انځور څپې وهي ، او د خپلو بچيانود تېر مهال خوږې ، او ترخې خاطرې يې غمه وې ، د ظالمانو د ستر وحشت ، او بربريت صحنه يې (چي د زړه ټوټې يې ځيني په نه جبرانيدونکي ظلم بېلې
کړلې ) لاهم په لېمو کي قرار لري ، ياد مورکۍ د يواځيتوب ، او تنهايې په اور کړېږي !.

وتېر ته په پام سره يادي مورکۍ له دغو ټوولو کړاوونو نه د خلاصون لاره هم موندلی شوای ، او هغه دا چې دفرعون د امرله مخالفت ځخه لاس په سر شوې وای ! “اماّ” د الله جل جلاله له لوري ورته د ورته کرغېړن او
مسموم عمل اجازه نه وه خاص د الله ج .. لپاره يې دا هرڅه په ځان ومنل او لا يې مني . څه موده پس چي نوموړې له خپل پاک دريځ نه د تېرو ربړونو له ګاللوسره – سره لاس په سر نه شوه نوموړي ظالم امنيتي ارګان
د سپو په څېر په ياده غيرتې مورکۍ حمله وکړه او د تېلو جوش شوي دېګ ته يې په ډېره بي رحمي سره کش کړه ، کله يې چي په تېلو کي د خپلو وړو بچيانو هډونه وليدل ورپه زړه شول چي له خپلو زامنو سره يو ځای کېږم نويې د فرعون و لورته مخ ور واړاوه او ورته يې کړه : چي ای فرعون !!

يو ه غوښتنه لرم ؟ ، لعين فرعون ورته ووې : هغه څه ؟.

مبارکې مور ور غبرګه کړه : غوښتنه مې داده چې ځما او ځما د اولاد هډونه په يو قبرکي دفن کړئ ، بيايې سترګې پټې کړې او په تېلو کي لاهو شوه ! هالته يې هډونه پاخه او د خپل اولاد له هډونو سره يو ځای شول !. (اناّ لله و انّا اليه راجعون) .

د غيرت ارزونه يې په تاسو درنو لوستونکو / کتونکو ، ځه خو يې د قاصر (کوتاه) عقل په تله د نوموړې مورکئ غيرت نه شم تللی !.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د