نړۍ

امریکايي محکمې یو سعودی په عمري بند محکوم کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا یوې محکمې پر یوه سعودي تبعه په عمر بند محکوم کړ.

دغه سعودي چې خالد الفواز نومیږي، په کال ۱۹۹۸ کې برتانیې امریکا ته وسپاره، او په هغه باندي یې تور لګولی وو، چې په کینیا او تنزانیا کې یې د امریکا پر سفارت په هغو چاودنو کې لاس درلود چې القاعده یې پړه په غاړه اخیستې وه، او د یو شمېر امریکایانو په شمول په لسګونو خلک وژل شوي وه.

امریکايي څارنوال پر نوموړي تور لګولی، چې فواز په افغانستان کې د اسامه بن لادن مخلص وو، د روس په خلاف د جهاد په وخت کې په افغانستان کې د یوه روزنیز مرکز روزونکی وو، په کینیا کې هم د یوه ګروپ مشر وو، او په لندن کې د اسامه بن لادن د اړیکو مسؤول وو.
پر هغه باندي تور لګېدلی چې د اسامه بن لادن اړوند پيغامونه یې په میډیا کې نشرول.

امریکايي محکمې که څه هم پر نوموړي د عمر بند قید سزا را ایستلی، خو د کتونکو په نظر او خپله د فواز په نظر هغوی داسي شواهد نه لري چې د کینیا په برید کې دي د نوموړي لاس لرل ثابت شي.

محکمې ویلي چې فواز په افغانستان کې کوم کسانو ته روزنه ورکړې، هغوی د کینیا د چاودنو تر مخه د امریکا د سفارت معاینه کړې وه، او چاودنې ته یې زمینه سازي کړې وه، خو داچي د هغوی او فواز تر منځ د افغانستان څخه دباندي څه ربط دی، هیڅ یی نه دي ویلي.

ددې تر مخه چې امریکايي محکمه پر نوموړي پریکړه اعلان کړي، هغه د کینیا د چاودني غندنه وکړه، او دایی یو افسوسناک عمل وباله، نوموړي وویل چې ما کله هم په وسلواله مبارزه کې برخه نه ده اخیستې، او تل مي د اصلاح کوشش کړی.

باید وویل شي هغه مجاهدین چې د روس سره د جهاد په موخه د اوروپائي او عربي هیوادونو څخه را لیږل کېدل، د هغوی څخه اکثره اوس په یوه او بل تهمت په بندي خانو کې پراته دي، او یا تر قضایې څارني لاندي، او ډیری یې وژل شوي دي.

باید وویل شي چې تیره ورځ په یوه بل مسلمان ځوان جوهر تسارنایف باندي هم محکمې د اعدام پریکړه کړې، پر نوموړي تور دی چې د کال ۲۰۱۳ د اپریل په میاشت کې د بوسټن په ښار کې د ځغاستي په یوه مسابقه باندي چاودنه کړې وه، چې په ترڅ کې ۳ تنه وژل شوي وه، او په لسګونو نور ټپيان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x