fbpx

ایا د کابل برید ریښتیا مبهم دی؟ – سرلیکنه

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: د تیرې چارشنبې په شپه د کابل ښار د کلوله پشته سیمې پر پارک پلس بهرني میلمستون باندې وسله وال برید یوځل بیا کابل میشتي بهرني او کورني امنیتي چارواکي له هیښتیاسره مخ کړل.

دا چې یاد برید د بهرنیانو لپاره تر ټولو خونړی او زیاتره قربانیان یې هم د امریکایانو په شمول بهرني اتباع دي نو د پیښیدو په اړه یې له ملګرو ملتونو نیولي تر دولتي چارواکو پوري ټولو سخت غبرګون ښودلی دی.

یاد برید چې په تر ټولو خوندې سیمه کې په ډیر غامض او تکتیکي ډول سره تر سره یوه تن بریدګر وکړای شول پوره پنځه ساعته له مجهزو امنیتي ځواکونو سره مقابله وکړي.

د برید د قربانیانو اصلي شمیره تر اوسه نه ده په ډاګه شوې ، امنیتي ځواکونه یې شمیر یواځې ۱۱ تنه ولسي وګړي ښیې خو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یې بیا ۱۴ تنه بولي.

طالبانو د برید له پیښیدو ۱۸ ساعته وروسته د هغه مسؤلیت ومانه او دا هغه څه دی چې دبرید په اړه یې له امنیتي مقاماتو سره ابهامات راپیداکړي.

دا برید کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر میا نواز شریف تر سفر یوه ورځ وروسته او په ترکیه کې د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې یوه ورځ وړاندې رامنځته شو.

نواز شریف په کابل کې د ګډ حکومت له مشر سره په افغانستان کې د سولې په ټینګښت خبرې وکړې او د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له افغانستان سره د ناټو پر دوامداره مشارکت موافقه وكړه.

پر پارک پلس میلمستون باندې برید کې که د ابهام وړ څه وی هغه به دا وي چې یاد برید د دغو دوو غونډو په منځ کې تر سره شو ، هغه غونډې چې په دواړو هغو کې د افغانستان په امن ، ثبات او سولې باندې خبرې وشوي.

په کار خو داوه چې د دغو دواړو غونډو په تعقیب په کابل او مجموعا په ټول هیواد کې د جګړې احتمالات کم شوي او خلګو د آرامۍ احساس کړی وای ؛ ځکه له یوې خوا نوازشریف زمونږ د یوه مهم ګاونډي هیواد د لومړي وزیر په توګه په افغانستان کې د امنیت د تأمین ژمنه وکړه او له بلې خوا په نړیواله کچه مهم امنیتي تړون (ناټو) د افغانستان له حکومت سره د پوځي مرستو پر جاري ساتلو ټینګار وکړ.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي په دې نظر دی چې د افغانستان د لانجې اصلي لامل خارجي مداخله ده ، دا مداخله که د دوست په نامه تر سره کیږي او که د دښمن .

که چیري د یادو شنونکو تحلیل پر ځای وي بیانو د کابل په وروستي برید کې د ابهام وړ څه نه لیدل کیږي ؛ ځکه برید پر بهرني میلمستون شوي او قربانیان یې هم په یاد میلمستون کې میشت بهرنیان دي.

ملګرو ملتونو د یاد برید قربانیان ټول ولسي وګړي بللي او د هغو وژنه یې غندلې خو طالبانو د عزم عملیاتو په پیل کې امریکايي پوځیان ، د هغوي په ایتلاف کې شامل بهرنیان او د هغوی اړوند ديپلو ماتان دخپلو بریدونو لپاره دمشروعو اهدافو په حیث اعلان کړي او د هغو د په نښه کولو ګواښ یې کړی وه.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوشکیب الافغانی
میلمه
ابوشکیب الافغانی

ههههه اوس به هم ځینی سرټمبه خلګ داګمان کوی سی داسرتیری بریدګر نوازشریف له ځان سره راوستلی وو

همايون هوتک
میلمه
همايون هوتک

د سټار پلس هوټل يقينا بريالې او دالله له نصرت څخه برخمن و البته هر هغه عمليات چې په هغه کې هندې اتباع په نښه کيږې څه ناڅه ابهام ورسره ملګري وي چې کيداي شې دپاکستان په دال کي څه تور وي او داځل خو پاکستان چي خورا تزن سياست لري له وهمه په ډير حساس وخت کي او بيځايه په هند تور ولګاوي چي دافغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي البته ملت د طالبانو هغه ټولي حملي په ورين تندي مني چي فربانيان يي خارجي پرغلګر او د فحاشي مجالس وي ا

rehmat jan
میلمه
rehmat jan

هواوی به هم دوی دافکرکوی سی افغانان یارانده دی یالیونی سی دوی دولسی وگروپه مرگ ژوبله خپه کیزی ؟ خطاوتلی دی افغانان اوس خپل دشمن دیرشه پیزنی دغه ددوه سری مریدان اوپیران تول ددی ملت قاتلان دی نومونزپدی پوهیزوسی په بریدکی بهرنیان مردارسوی دی زکه خوپدوی اوربل ده کنه هیس خبره به نه وه