افغانستان

بغلان ولایتي شورا: افغان ځواکونه له مقاومت پرته له قرارګاه څخه تښتیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې ګډ حکومت د ولسې جرګې استازې، د ولایتي شورا غړي او ولایتي چارواکي د امنیتي پیښو په اړه له هر راز څرګندونو منع کړي، د بغلان ولایتي شورا مرستیال «فیروز الدین ایماق» ویلي چې د پلخمري ولسوالۍ په ډنډغوري سیمه کې پرته نظامي قرارګاه طالبانو نیولې ده.

ایماق وايي چې نوموړې قرارګاه له درې ورځو راهیسې محاصره وه چې بالآخره تېر ماښام پرته له مقاومته د طالبانو لاس ته ولویده.

د بغلان ولایتي شورا مرستیال زیاتوي چې طالبانو د قومي سپین ږیرو په منځګړتوب محاصره عسکرو ته د تیښتې لار ورکړه، چې په نتیجه کې د افغان ځواکونو ۱۵ تنه عسکر په مصئونه توګه له قرارګاه څخه ووتل او دغه مرکز یې طالبانو ته پرته له مقاومته تسلیم کړ.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته منلې چې طالبانو له دغه مرکز څخه ټول پوځي مهمات بلې سیمې ته لیږدولي دي.

ایماق وايي: «مونږ د کورنیو چارو وزارت او د بغلان ولایتي چارواکو ته بار بار وویل چې دغه پوځي مرکز مهم ستراتیژیک ارزښت لري او د بغلان-مزارشریف لویه لاره تهدیدوي، خو چا مرسته ونه کړه او مرکز سقوط وکړ».

په عین حال کې د بغلان ولایتي شورا رییس «صفدر محسني» ویلي چې د دې ولایت چارواکي د دې پرځای چې له لاسه وتلې سیمې بیرته ونیسي، طالبانو ته نورې سیمې ورپریږدي، چې په وینا یې، دا د بغلان د سقوط معنی لري.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ورځې په پیل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشیر د دره عبدالله خېل ولسوالۍ له سقوط سره جوخت د بغلان په پلخرمي کې د همدغې قرارګاه د نیولو خبر ورکړی وه.

مجاهد ویلي وه چې پر قرارګاه سربېره یې شاخوا نور پنځه کلي هم نیولي او افغان ځواکونه یې ترې شړلي دي.

تېره ورځ د طالبانو په لاس د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ د سقوط راپورونه هم ورکړل شوي وه.

دولتي چارواکو تر اوسه په یادو سیمو کې د طالبانو د پرمختګونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

وروسته له هغې چې د عزم په نامه د طالبانو عملیات پیل شوي او په پرلپسې توګه د ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکول کیږي، دولتي چارواکي یوازې د وسلوالو مخالفینو د وژنو احصائيې اعلانوي، او د سیمو د بیرته نیولو په اړه څرګندونو کې له احتیاطه کار اخلي.

تېره اونۍ د ګډ حکومت دواړو ښاخو مشرانو ادعا کړې وه چې د غزنې ناوه ولسوالۍ یې له لسو کلونو وروسته نیولې، خو تېره ورځ طالبانو د نوموړې ولسوالۍ په اړه د یوې مستندې ویډیو په خپرولو سره دغه ادعا په کلکه رد کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الحمدلله ، بارک الله ، اللهکم انصر المجاهدين

المتوکل علاالله

دا انشاالله لكه داسلامي تحريك په اوايلو كي كابل بدون له جنگ نه فتح شو داهم دهمغه غوندي زيري وركوي انشاالله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x