نړۍ

طالبانو په شمالی وزیرستان کی دامریکایی ډرون الوتکی دراغورځولو پړه په غاړه اخیستی ده

drone attack on wazeristanمیران شاه : دشمالی وزیرستان په مربوطه سیمی میرعلی کی یوه ډرون الوتکه را نسکوره سوی .
دپاکستانی طالبانو یوی ډلی چی مشری یی حافظ ګل بهادرپه غاړه لري، ددې الوتکی دراغورځولو پړه په غاړه اخیستی.
او زیاته کړې یې ده چی دغه امیرکایي الوتکه یې په لویو اسلحوو سره راغورځولی او دمیرعلی دتحصیل څخه پنځه کیلومتره لیري دمچهی خیل په کلي کي را نسکوره شوې ده.

په شمالي وزیرستان کی دا اولنۍ ډرون الوتکه ده چي راغورځول کیږي، دپاکستان استخباراتي سرچینو هم ددې خبري تصدیق کړی چی دا الوتکه په غرنۍ منطقه کی رانسکوره سوې او ددې الوتکی پاتي برخي مقامي خلګو اخیستي چی بیا وروسته پاکستانی چارواکو تری نه تسلیم کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x