ټکنالوژي

مایکروسافټ خپل نوی سمارټ فون د ۱۶۰ ډالر په بیه وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ نه غواړي د وینډوز ۱۰ له وړاندې کولو مخکې کوم پیاوړی سمارټ فون نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. دغه کمپنۍ غواړي یو څه مودې لپاره ارزان بیه سمارټ فونونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون چې مایکروسافټ لومیا ۵۴۰ (Lumia 540) نومول شوی او یو میاشت مخکې معرفي شوی و د ۱۶۰ ډالرو په بدل کې د هند بازارونو کې يي د کاروونکو ته وړاندې کړ.

دغې کمپنۍ له دې وړاندې ویلی و چې خپل دغه نوی سمارټ فون به د ۱۴۹ ډالر په بدل کې کاروونکو ته وړاندې کړي خو اوس مایکروسافټ خپل د دغې نوی سمارټ فون چې په سپین، شین او نارنجي رنګونو کې وړاندې کيږی بیه ۱۶۰ ډالر ټاکلی.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه سمارټ فون ۵ انچه سکرین او ۷۲۰*۱۲۸۰ پکسله ریزولوشن لري. دغه سمارټ فون کې ۱.۲ ګیګاهرتز څلور هستې لروونکی سنپ ډراګن ۲۰۰ (SnapDragon 200) پروسېسر ځای پر ځای شوی.

دغه سمارټ فون ۱ ګیګابایټ رېم، ۸ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا، ۸ میګا پکسله اصلي کامره، ۵ میګاپکسله مخکینی کامره او ۲۲۰۰ ملي امپیر وړتیا لروونکی بیټرۍ لري.

لومیا ۵۴۰ سمارټ فون د دوه سیم کارتونو قبلولو وړتیا هم لري او د مایکرسافټ کمپنۍ وینډوز ۸.۱ اپریټنګ سیسټم په مرسته کارول کیږي.

د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا دغه نوی سمارټ فون د دغې کمپنۍ نوی اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز ۱۰ ته د اپډیټ کیدو وړتیا هم لري.

مایکروسافټ کمپنۍ خپل دغه سمارټ فون د هند په بازارونو کې کاروونکو ته له یو شمیر اضافي اسانتیاوو سره وړاندې کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x