ورزش

کرګر: ګریت بېل باید د ریال ماډرېډ احسان فراموشه لوبډله پریږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): کرګر د لیورپول شخصي لوبډلې پخوانی دفاعي لوبغاړی دی او دغه څرګندونې يي وروسته له هغې ورکړې چې د ریال ماډرېډ لوبډلې له بېل څخه انتقاد وکړ او دغه انتقاد د دغې لوبډلې د خوښوونکو غصه د بېل په خلاف وپاروله.

کرګر چې خپله هم د پرتګال له هیواد څخه دی له رونالډو او ریال ماډریډ له لوبډلې څخه انتقاد وکړ او ویي ویل چې رونالډو او ریال ماډرېډ د خپلو غوره لوبغاړو په قدر نه پوهیږي.

جیمي کرګر د ریال ماډرېډ لوبغاړی ګریټ بېل ته مشوره ورکړه چې د ریال ماډرېډ لوبډله او بد اخلاقه رونالډو څخه جلا شي او بیرته د فوټبال غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړي.

بېل د نړۍ یو له مشهورو لوبغاړو څخه دی چې توانیدلی له خپلو ګولونو سره د لوبې او سیالیو بڼه بدله کړي. هیره دې نه وي چې ریال ماډرېډ د کریت بېل ترلاسه کولو لپاره د فوټبال د تاریخ تر ټولو زیاتې پیسې ورکړې وې.

ګریت بېل وروسته له هغه د ریال ماډرېډ او د نړۍ مشهور لوبغاړی کریسټیانو رونالډو له انتقاد سره مخامخ شو چې د یووینتس لوبډلې په خلاف لوبې کې د نوموړی ځینې حملې د ګول په ستنه ولګیده.

جیمي کرګر په دغو سختو حالاتو کې وغوښتل له بېل څخه ملاتړ وکړي. جیمي رسنیو ته وویل:« بېل که له ریال ماډرېډ پرته هرې لوبډلې کې لوبه وکړی نو د تاریخ غوره لوبغاړی به شي. یوازې د بېل لومړۍ فصل لوبې کتلو ته هم باید له نوموړی سره د ژوند تر وروستیو شیبو غوره چلند وشي. بېل خپل لومړۍ فصل لوبه کې ۲۲ ګوله سرته رسولي او ۱۷ نور ګولونه هم یوازې د نوموړی غوره لوبې په پایله کې ترسره شوي. ریال ماډرېډ باید له بېل څخه انتقاد ونکړي ځکه چې بېل د نړۍ یو له غوره او پیاوړو لوبغاړو څخه دی. زما مشوره به بېل ته دا وي چې ژر تر ژره د ریال ماډرېډ ارزښت نه پیژندوونکی لوبډله پریږدي او خپل وړتیا له نورو لوبډلو سره ټولې نړۍ ته ثابته کړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x