fbpx

مرسي په اعدام محکوم شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۶مه ۱۳۹۴ل): یوې مصري محکمې نن د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۱ زږدیږ کال کې د یوه زندان د ماتولو په تور په اعدام محکوم کړ.

مرسي تر دې وړاندې یوې محکمې په یوې بلې جلا قضیه کې په ۲۰ کلونو بند محکوم شوی و.

دددغي محکمي له لوري ویل شوی وو چی محمد مرسي د ولسمشرۍ پر مهال د سوله‌ییز لاریون کوونکي په وړاندې د زور زیاتي امرونه ورکړي وو چې له امله یی ډیری مظاهره چیان ژوبل او زنداني شوي وو.

ددغو تورونو پر بنسټ په مرسي په داسې حال کې د اعدام حکم کیږي چې د کودتا له لارې راغلي ولسمشر جنرال عبدالفتاح السیسي په قوماند پوځ او پولیسو په سوله‌ییزو لاریونونو کې زرګونه مصري لاریون کوونکي ووژل او زندان ته یې واچول.

محمد مرسي په مصر کې د ولسي پاڅون وروسته د ټاکنو له لارې ولمسمشر شو، خو پوځ مشر او دفاع وزیر جنرال عبدالفتاح السیسي او یو شمېر نورو سیکولرو کړیو لخوا پرې کودتا وشوه او له واکه ګوښه شو.

 

تر کودتا وروسته د مصر پوځي حکومت ددغه هېواد په ستر ګوند اخوان المسلمین بندیز ولګاوه او دغه ګوند یې غیر قانوني او ترهګر اعلان کړ.

د پوځ لخوا تر کودتا وروسته مصري ولس په مظاهرو پیل کړ خو د پوځ لخوا د سخت غبرګون سره مخ شول.
په لاریونونو کې پوځ زرګونه کسان مړه، ټپیان او ونیول.

اوسمهال هم د اخوان المسلمین زرګونه پلویان د پوځ په زندانونو کې شپې سبا کوي.

په دې وروستیو کې مصري محکمو د اخوان المسلمین لسګونه مشران په اعدام محکوم کړل چې د نړۍ د مسلمانانو او بشري حقونو د ادارو لخوا وغندل شول.

د یو  بل خبر له مخې د مصر په سینا ولایت کې درې قاضیان په ډزو سره وژل شوي دي.

دغه پېښه په داسې وخت کې وشوه چې د پخواني ولسمشر محمد مرسي محاکمه روانه وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د