افغانستان

کابل پوهنتون کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): شېبه وړاندې مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون په انګړ کې د  ساینس پوهنځي ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې.

عیني شاهدان وايي چې په چاودنه کې ۲ استادان ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرچېنې وايي چې دغه چاودنه نن ماښام ۷ نیمې بجې د پوهنتون دننه رامنځته شوه.

د سرچېنې په وینا لومړي معلومات ښيي چې چاودنه د یوماین پر مټ شوې چې د ساینس پوهنځي ته نېږدې ځای پر ځای شوی و.

د کورنیو چارو وزارت ددغه چارواکي له قوله په چاودنه کې دوه استادان ټپیان شوي دي.

د کابل پوهنتون د استادانو امر محمد امیر کامه وال هم د چاودنې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې ټپي شوي استادان ډاکتر عبدالجلیل شګیوال د ځمکې پېژندنې یو استاد ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د یوه استاد حالت نازک دی.

 د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دا خو فکر کوم ناځوانی ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x