fbpx

جوزجان: ناڅرګندو وسله‌‌‌والو د استيناف محکمې یو قاضي وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): ناڅرګندو وسله‌والو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د استیناف محکمې یو قاضي وژلی دی.

دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند، د امنیه قومندانۍ او ولایت مقام سره په ۶۰۰ مترۍ کې شوې ده.

د جوزجان امنیه قومندانۍ امر سمونمل عبدالحفیظ ویلي چې د استیناف محکمې قاضي، غلام سخي د دوو وسله والو لخوا چې په موټر سایکل سپاره و، په نښه شو او ځای پر ځای ووژل شو.

هغه وايي چې وسله‌‌وال په تېښته بریالي شوي خو وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل او قضیې په اړه یې څېړنې پیل کړې.

د امنیت آمر وویل چې تر دې دمه د نوموړي د وژنې لامل او د بریدګرو هویت څرګند شوی نه دی.

دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې د غويي په ۲۳مه ماښام مهال د پکتیا د استیناف څارنوالۍ رییس نجیب سلطان زوی د کابل ښار په نیازبیګ سیمه کې د ناڅرګندو وسله‌‌‌والو لخوا د کور وړاندې ووژل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د