افغانستان

دکورنیو چارو په وزارت کې امریکايي سلاکاران طالبانو وژلي

3us-army-dead-bodiesتیره ورځ دهیواد په پلازمینه کابل کې دکورنیو چارو وزارت په انګړ کې دننه په یوه وسلوال بریدکې دوه تنه امریکايي سلاکاران ووژل شول.پېښه دافغانستان وزارت داخلې او ناټو ځواکونو ویاند هم تاید کړه خو دحمله کوونکي هویت یې تراوسه پوري نه دي په ډاګه کړی. له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لیږل شوی پیام کې ویلي ،حمله ددوي یوه مجاهد چې عبدالرحمن نومیده ترسره کړې ، نوموړي وايي په ترسره شوې حمله کې څلور تنه بهرنیان وژل شوي ،مجاهدزیاتوي دحملې پلان د دوو تنو مجاهدینوله لورې اجراشو،دوهم تن دخپل پلان  لمخې دپیښې له ځايه روغ وتلی او خوندي ځاي ته رسیدلي دي..مجاهد زیاتوي ترسره شوې حمله په بګرام کې دبهرنیو ځواکونو له لوري قران عظیم الشان ته دسپکاوي په مقابل کې انتقامي حمله وه چې به بریالیتوب سره ترسره شوه

له پروني حملې وروسته په افغانستان کې دناټواو امریکايي ځواکونو لوي قومندان جان آلن امر ورکړ چې دافغانستان په ټولو وزارتونو او ادارو کې میشت بهرنی سلاکاران به وباسي ،نوموړي زیاته کړ اوس مهال په یوه ځای کې هم بهرنی سلاکاران په امن نه دي

دامریکايي ځواکونو له لوري دمسلمانو مقدس کتاب قران کریم ته دسپکاوي په ضد نن پنځمه ورځ ده چې په ټول هیواد کې عامې ولسي مظاهرې رواني دي چې له امله یې په سلګونوتنو خپل ژوند له لاسه ورکړي اوګڼ شمیر نور ټپیان شوي دی.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x