کابل: نن بیا څو ساعته انترنیت قطع و

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۲۶مه ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل انترنیت نن یو ځل بیا د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوی و چې له کبله یې خلک او سوداګر له ډيرو ستونزو سره مخ شوي وو.

د کابل ښار اوسیدونکي وايي چې د انترنیت ستونزه له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې روانه ده او لا هم په بشپړ ډول نه ده حل شوې.

خو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم مسوولین (اترا) بیا د انترنیتي خدمتونو د پرې کېدو ستونزېه ردوي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې ډیورنډ پولې ته څېرمه د فایبر نوري لاینونه چې پلازمېنې کابل ته انترنیت ورکوي، پرې شوي وو چې له کبله یې د یوې ورځې لپاره د پلازمېنې انترنیت قطع شوی و.

د یادې ادارې مرستیال رییس خیر محمد وايي چې د انترنیت د پرې کېدو ستونزه یې څو اونۍ وړاندې حل کړې او تر هغه وروسته د انترنیت د پرې کېدو ستونزه نه ده رامنځته شوې.

«موږ د فایبر نوري د کیبلونو ستونزه حل کړې، نور کوم مشکل نشته. موږ ډير ژر څو خلک انترنیت ته لاسرسی ولري، کیبلونه ورغول».

خو د کابل اوسیدونکي وايي چې انترنیت په ښار کې قطع دی او کار نه ورکوي.

د قند اقا په نوم د کابل یو تن اوسیدونکي طلوع ته ویلي چې نن پنځو انترنیت کلبونو ته تللی خو انترنیت په کې نه و.

افغانستان د پنځو ګاونډیو هېوادونو سره د فایبرنوري د لارې تړل شوی دی.

د نوري فايبر شبكې كار په ۲۰۰۷ ميلادي كال كي پيل کړی ، چې د افغانستان ډیری ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

افغانستان د کال لسګونه ملیونه ډالره عواید له نوري فایبره تر لاسه کوي او چارواکي وايي، که ټول هیواد ته دغه شبکه وغځیږي نو دغه عواید به لا ډیر شي.

ددغه انټرنیټ ظرفیت د ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ز کال پورې په ثانیه کې له ۲میګابایټه تر ۱۶ میګا بایټ ته لوړ شوی دی.

خو په دې وروستیو کې د انترنیت قطع کېدل او سستېدل په ټولنیزو وېبپاڼو کې د انترنیت کاروونکو غبرګونونه پارولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د