داقامت په وخت کښي به لاسونه څه ډول نیسم؟

پوښتنه :محترم مفتي صاحب !داقامت په وخت کي به لاسونه څه ډول وي یعني  شرعي طریقه یې څه ده ؟

الجواب حامداومصلیا:

داقامت په وخت کي څه خلګ لاسونه ټري اوولاړوي،خوترتکبیرتحرېمه وړاندي لاسونه تړل یوځای هم نه دي ثابت،اودې سنت ویل سم نه ده ځکه داپه شریعت کي له ځانه زیاتوب کول دي؛له دې کبله مکروه بلل کیږي،له دې پرته،زوړندلاسونه غوږونوته په پورته کولو کي چي داحکم الحاکمین دشان دلويي څومره ښکارندویه ده هومره په بندولاسونوکښي نه لیدل کیږي؛ځکه نوددې رسم پرېښودل او نوروته ددې نه دځان ساتنې لارښوونه کول لازمي دی.

(احسن الفتاوی 2297)

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د