
«ضرب هندوکش» د بدخشان اړوند د طالبانو نوی فلم نندارې ته وړاندې شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۲۷مه ۱۳۹۴ل): طالبانو په بدخشان کې د وروستیو جګړو او بریاو په اړه تازه فلم په انترنیتي پاڼو خپور کړی دی.
دغه فلم چې ټولټال یو ساعت او ۳ دقېقې دی، د «ضرب هندوکش» تر عنوان لاندې په بدخشان کې د طالبانو وروستۍ بریاوې، د زیات شمېر وسلو، پوستو، سیمو او عسکرو نیول، طالب ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو له لوري د بدخشان د والي سره د مرکې ښودل شوي دي.
طالبانو د فلم په پیل کې د بدخشان په اړه ویلي چې بدخشان د افغانستان له هغو سیمو دی چېرته « چې د طبیعت ښکلا د سیلانیانو سترګې بريښوي، هلته چې د هندوکش دنګ قامت د شینکي اسمان سره راز و نیاز کوي، هلته چې غرونه د لعلونو او زړونو له ایمانونو ډک دي، هلته چې د علم، عرفان، تمدن او فرهنګ نغري په اورنیو وړتیاو اباد دي. هوکی! هلته د جهاد ډیوه هم ټيټه نه ده، بلکې د شرقي یرغل د دروان غوندې د غربي یرغل پر وړاندې هم سنګرونه ګرم دي».
دغه فلم چې په شمال کې د طالبانو یو بې ساری فلم ګڼل کیږي، په کې طالب وسلهوال لیدل کیږي چې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د پولیس او اردو په رینجرو او ټانګونو کې چې سپين بیرغ پرې نصب وي، په ازادانه توګه نقل و حرکت کوي.
دوی همدا راز د جرم ولسوالۍ د خستک په سیمه کې د دولتي عسکرو سره د جګړې صحنې، نیول شوې سیمې، رینجر، ټانګونه، پوستې او وژل شوو عسکر ځېنې عکاسي شوې صحنې هم ښودلي دي.
د روان کال په پیل کې د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ درنه نښته وشوه چې د دولتي سرچېنو له قوله په کې ۳۳ عسکر ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
چارواکو هم هغه مهال ومنله چې په دغه جګړه کې ترې پراخه وسلې او مهمات طالبانو نیولي او اشرف غني دغه ولایت ته یو بېړنی سفر وکړ.
طالبانو هم په دغه ویډیو کې ویلي چې د اپریل په لسمه يې په یوه پوځي کنډک چې ۲۱ پوستې یې درلودلې او ۵۰۰ عسکر په کې مېشت و، برید وکړ او د ۷ ساعته جګړې وروسته یې تر ۴۰ کیلومترو پورې سیمه، ۲۱ پوستې، ۶ زغروال موټر، ۶ رینجر موټر ، درې دهشکې، یو هاوان، راکټونه او له سل میله زیات سپکه وسله ونیوله.
طالبانو په ویډيو کې منلې چې په دغه جګړه کې یې ۶ ملګري د لاسه ورکړي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
«یمګان فتحه» د فلم دوهمه مهمه برخه
د خپل نوعیت دغه کمساري فلم کې د یمګان ولسوالۍ د نیولو صحنې هم ښودل شوي دي. په فلم کې لیدل کیږي چې طالبانو ولسوالۍ نیولې، رینجر او ټانګونو ته یې اور اچولی او دوی د ولسوالۍ مرکز دننه ګرځي.
همدا راز طالبانو د یمګان امنیه قومندان، ملي امنیت رییس، د محبس مشر په شمول ۲۷ اربکیان او پولیس چې تر جګړې وروسته یې له یوې سمڅې نیولي هم ښکاره کړي دي.
دغو بندي امنیتي چارواکو او عسکرو ته د طالبانو والي په خپله وینا کې وايي چې هېڅکله دې دوی دا فکر نه کوي چې په څنګ کې ورسره امریکا ولاړه ده، وسله ورکوي، توپ ورکوي او څوک يې چې پر وړاندې ودریږي د نړۍ له صفحې به یې دوی نوم ورک کړي.
هغه زیاتوي چې ماتې په نبوي عصر کې هم خوړل شوې، خو هغوی چې په الله توکل کوي، د الله د کلمې د لوړولو لپاره لاس په کار وي، بریا د هغوی ده، بریا د اسلام او مسلمانانو ده.
هغه ټينګار کوي چې رزق خدای ورکوي، نه امریکا او حکومت، څوک دې په دې بهانه چې مجبوریتونه لري پولیس او اردو ته نه ځي.
نوموړی اسلامي ورورولۍ ته په اشارې سره وايي چې مسلمان که د هرې سیمې وي، ورور یې دی خو کافر که یې سکنی ورور هم وي، دښمن یې دی.
هغه د اردو عسکرو او چارواکو ته په خپلو کې خبرو کې ټینګار کوي چې له هغه دولت سره دندې پریږدي چې لویديځ راوړی او مسلمانانو محکومېدل یې موخه ده.
د فلم په وروستیو صحنو کې لسګونه طالب وسلهوال په هغو رینجرو چې سپین بیرغونه پرې نصب وي او په وروستیو جګړو کې يې نیولي دي، ګزمې کوي.
همدا راز د طالبانو یو مشر خپلو پلویانو ته توصیه کوي چې وروستۍ بریاوې پرې د خدای احسان دی او دوی باید پرې شکر وباسي، ځکه دوی نه واک درلود او نه یې قوت خو په یو قوي «دښمن» چې په هر څه سنبال و، ورته خدای مات کړ.
هغه زیاتوي چې دغه موټر، ټانګونه او وسلې د بیت المال دي او دوی باید دغه «غنیمتونه چې د شهیدانو په وینو ترلاسه شوي» په هر صورت ساتنه او حفاظت وکړي.
ویډيو په بدخشان کې د طالبانو د قومندانانو او عامو پلویانو په عکسونو چې په وروستیو کې ددغه ولایت په جګړو کې وژل شوي پای ته رسېدلې ده.
طالبانو په دې وروستیو کې خپل فرهنګي کار چټک کړی، چې په نږدې تېرو ورځو کې يې ډیری لنډ او اوږده فلمونه خپاره کړي.
دوی په چاپي برخه کې، شهامت، څرک، مورچل، الصمود، حقیقت او شریعت پر نامه په پښتو، دری، عربي او اردو ژبو مجلې لري، په انځوریزه برخه کې منبع الجهاد، الهجره، الاماره، او توره بوړه سټوډیوګانې لري چې وخت پر وخت د طالبانو بریدونه، چاودنې، د سرتيري بریدګرو پېژندنه او وصیتونه او پر حکومت تبصرې پخپلو ويډيو فلمونو کې رانغاړي.
واقیعا چی ښکلی او په زړه پوری دیزاین شویدی.
او دا به د هغه بیعقلو او بی ضمیرو لپاره غاښ ماتوونکۍ جواب وی چي وایی بدخشان او نورو ولایتونو ته پاکستاني فوځیان راغلي دي.
زره له کومی سلامونه او مبارکی د نن تکی اسیا کارمندانو او مینوالو ته,و اسلام پرستو و ضمیر زنده مینوالو ته غرونه غرونه زیری زیری مبارکی قبولی کری.
زمونگ د کوندو او اتیمانو د شهاداعو د پلرونو ورونو مایندو خویندو د زره یخوالی لپاره کافی او مناسبه ده,
زنده باد اسلامی امارت افغانستان.
زنده باد, محترم القدر امیرالمینن ملا محمد عمر مجاهد.
په احترام, وسلام.
سلام علیکم دفه بی غیرته حکومت هیڅکله نشی کولای طالبانو ته دی وروسپاری چی مرګ ژوبله ورکه یی
سبحان الله دمسلمان لپاره غیرت اوعزم څومره ستره وسله ده،ته وګوره په څه ډول يې له اوسبنیزومرکزونو تیښتی ته اړکړي دي اومړي يې پرمیدانونو پراته دي،یرغلکر اودڅو روپیو خرڅ سوي ګوډاګيان دغو سرتيرو زمريانوته کله ټینګيدای سي
په بی همتو همت نه کیژئ انشاالله طالبان دکامیابیدو په حال کی ذی الله ئی کامیاب کری
ودیو چی دیره په مهارت جو ره ده اوافغان زواکونه په دیره بی غیرتی تسلیمیژی نو موژ پوهیژو چی افغان دولت نوردناکامیدو سره مخ دی اوطالبان دکامیابیدو په حال کی دی دالله په مرسته
اتول عمر غلا کوی بی گناه خلق وژنی د پاکستان په خوله ملی اردو وژنی او د وی د جهاد دعوی کوی ته جهاد په چاه کی په مسلمان جهاد کی مرتته د الله په غذب گرفتاره شی تول غله طالبان تاسو زان مسلمان یادوی تا سو یهود او نصارا استی خپله هلکان ساتی او خلکو ته د اسلام خبری کوی که د افغانستان حکومت زه ما په لاس شی نو هغه تول کلی ورانه اوم چی په کی یو طالب هم وی زکه چی د کلی خلق دی بیناموسانو ته زای ورکوی االله م تل ناکامه لره د الله… نور لوستل »
ګران سپین غرصاحب اسلام علیکم: ګرانه ستاسو نظر ستاسوسره دی او کیدای سی چی ستاسو په نظریو څو دګوتوپه شمیر خلک دطالب په نامه ناوړه کارونه وکړی چی داهم داسلام ددښمنانوله خوا کرایه سوی او دطالب او مسلمان درنګ بدی لپاره دطالب وصف ته ورغلی دی ترڅو دعامو مسلمامانانو په ذهن کښی دطالب یا مجاهد په مقابل کښی نفرت پیداکړی. هو تاسو مه مایوسه کیږی الله لوی او ستردی او هغه مردارخواره به هم دمخلصو طالبانو(مجاهدینو) له خوا رسوا او په سزا ورسول سی لکه پخوا چی هم داسی کارونه سویدی. پاته سوه ستاسو عقیده دطالب (مجاهد) په مقابل کښی،… نور لوستل »