
ای پي ایل: پنجاب د چینای په وړاندې ماتې وخوړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ په ۵۳مه لوبه کې چینای سوپر کینګ د کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.
پنجاب لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. د پنجاب لوبډلې توپ وهوونکي یو ځل بیا غوره هدف په ټاکلو کې پاتې راغلل.
دغې لوبې کې پنجاب د اکشر پټېل غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې خپل اووه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې.
دغې لوبې کې اکشر پټېل په ۲۹ توپونو د دوه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲ منډې جوړې کړې او د پنجاب لوبډلې تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.
شېکر دون هم دغې لوبې کې په ۲۰ توپونو د یوې څلوریزې او دوه شپږیزو په مرسته ۲۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د چینای لوبډلې لپاره نیګي تر ټولو غوره توپ اچوونه وکړه. نیګي خپل څلور اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.
چینای لوبډلې د ډو پلیسېس او راینا غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۱۶.۵ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
دغې لوبې کې ډو پلیسېس د چینای لوبډلې لپاره په ۴۱ توپونو د پنځه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۵ منډې جوړې کړې او د دون په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
سریش راینا هم دغې لوبې کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه. سریش راینا په ۳۴ توپونو د څلور څلوریزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د پنجاب لوبډلې توپ اچوونکي هم د دغې لوبډلې توپ وهوونکو په څیر د چینای لوبډلې په وړاندې پاتې راغلل. د پنجاب لوبډلې لپاره سندیپ شرما، هینریکس او دون یوه یوه ویکټه واخیسته.