
ای پي ایل: راجستان د کلکتې لوبډلې ته په ۹ منډو ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غویي ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۵۴مه لوبه کې راجستان رویالز د کلکته نایټ رایدرز لوبډلې ته په ۹ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د راجستان لوبډلې وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د راجستان لوبډلې توپ وهوونکي خپل د لوبډل مشر دغه پریکړه یوه غوره پریکړه ثابته کړه.
راجستان د واټسن غوره، پیاوړی او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې.
واټسن د راجستان لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. واټسن په ۵۹ توپونو د نهه څلوریزو او پنځه شپږیزو په مرسته ۱۰۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
انډري رسل د کلکتې لوبډلې لپاره غوره توپ اچوونه وکړه. رسل خپل څلور اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي په سوځولو بریالی شو.
په ځوابي توپ وهنه کې د کلکتې لوبډلې د یوسف پټان او رسل غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې.
دغه لوبه کې یوسف پټان په ۳۵ توپونو د پنځه څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ او رسل په ۲۰ توپونو د څلور څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۳۷ منډې جوړې کړې.
د راجستان لپاره توپ اچوونې په برخه کې مورېس ښه وځلید. مورېس خپل څلور اورونو کې یوازې ۲۳ منډې ورکړې او د کلکتې لوبډلې څلور توپ وهوونکي يي له مخې لرې کړ.