نظــر

کفار ولی قران کریم سوځوی ؟

quran-burned {لَوْ أَنزَلْنَا هَذَا الْقُرْآنَ عَلَى جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعاً مُّتَصَدِّعاً مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ }الحشر21
ترجمه : که چیری مونږ دا قران په کوم غره باندې نازل کړی وای نو ضرور به تا هغه غر د الله له ويرې ډيرعاجز او ټوتې ټوټې شوی کتلی وای، او مونږ خلکو ته دا مثالونه بيانوو شايد چې دوی فکر وکړي! (الحشر ۲۱)
علامه ابن کثير يې په تفسير کې ليکي چې یعنې که چيرته غر په دې قران پوه شوی وای او تدبر يې پکې کړی وای نو د خپل سختوالي او کلکوالي سره سره به ضرور د الله له ويرې ټوټې ټوټې شوی وی! نو په دا تاسو څه شوي چې زړونه مو د الله له ويرې نه نرميږي په داسې حال کې چې د الله د کتاب په معنی پوهيږئ او لولئ يې!

موضوع په یوه قصه پیلوو:

د عمر(رض) د خلافت دوران وه له دوه مسلمانانو ماشومانو څخه د یو عیسوی سړی په وړاندی یوه غلطی وشوه، هغه سړی ته یی ډیر عذرونه وکړه ولی هغه سړی د دوی معذورت ونه مانه بالاخره دغو دوه ماشومانو لخوا وویل شول چی د اسلام او رسول په خاطر مونږه پریږده نو ده خنزیر اسلام او رسول الله ته سپکاوی وکړ ماشومان په قهر شول او دغه سړی یی وواژه خبره عمررض) ته ورسیده دواړه ماشومان یی محکمی ته حاضر کړل ماشومانو دا قصه ورته ذکر کړه عمر(رض) وویل چی زه د هیڅ یو انسان په مرګ خوشحاله نه وم لکه څرنګه چی د ده نفر په قتل خوشحاله شوم او زیاته یی کړه چی : نن اسلام ته عزت نصیب شوی چی وجه یی دغه ماشومان دی دوی د فخر وړ دی، او علاوه یی کړه چی د دا ډول افرادو مرګ جایز دی او ماشومان ته یی برائت ورکړ.
(وګوره: الحروف الذیبیة، عبدالمالک مجاهد )

نن د رئیس جمهورانو په وړاندی د اسلامی شعایرو سپکاوی کیږی څه ورته نشی ویلی ځکه بیا خو د دوی په خارجی پاليسۍ او په چوکۍ کی ورسره خلل پیدا کیږی او هغه څوک چی د دی قرآن بدله اخلی هغه ته بنسټ پال وایی.

په هر صورت غواړم په لاندې کرښو کې له ۱۱/۹ نه راپديخوا موده کې د کفارو لخوا د اسلامی شعایرو سپکاوي ته یو ځغلند نظر وکړم:

 په ۲۰۰۴ کال کی د ډنمارک هیواد په یوه ورځ پاڼه (Jylland Posten ) کی په لومړی ځل نعوذ بالله د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاریکاتور نشر شو، نشر کوونکی یی بدبخت (جان هینس) وه ، همدارنګه په ۲۰۰۵ کال کی د ډنمارک ملکی مارګریټ (۲) وویل: مونږ ته اسلام یو لوی خطر دی مونږ ډیره حوصله وکړه اوس وخت راغی چی مونږ باید هغه نفرت چی اسلام سره په زړونو کی لرو راښکاره کړو. په ۲۰۰۶ کال کی دا ډول کاریکاتور د ناروی په یوی ورځپاڼې (کرسټین) او هم د یاد هيواد په یوې مشهورې مجلې(راګ بلاوت ) کی هم نشر شو، له دی څخه وروسته نیوزلینډ او هالینډ هم خپاره کړل همدارنګه په ۲۰۰۶ کی په يوې فرانسوي مجلې (چارلی بیب دو) او ورځپاڼی (سایر فرانس) کی هم نشر شو ، په ۲۰۰۶ کال کی همدا کار د امریکی غړو هر یو لکه (فلاډیلفیا انکوایر) او (نیویارک سن) لخوا ترسره شو او نورو اروپايي هیوادونو هم دا کار تعقيب کړ. همداراز د هالینډ د پارلمان غړی (Wilders geert) په نوم یو شخص د (فتنه) په نوم یو ۱۵ دقیقي فلم د اسلام په ضد خپور کړ دا فلم تاسو په یوتیوب کی هم پیدا کولی شی د خوشحالی خبره دا ده چی د دی  فلم جوړونکی thevon gov د یو مسلمان لخوا مردار شو. په ۲۰۱۰ کال په لومړیو کی دوی یوځل بیا قران کریم په سپک انداز خپور کړ او د ذکر شوي کال په اواخرو کی ملعون تیری جونز قرآن کریم وسوځاوه چی وروسته به تاسی په دی لیکنه کی د ده خنریر سره مرکه ولولی او بلاخره دا دې په روان ۲۰۱۲ کال کی په بګرام کی د صليبي لښکر لخوا قران کریم ډیر په بی رحمانه توګه وسوځول شو او دا لړۍ به دوام لری ځکه د حق او باطل جنګ به تر قیامته پوری وی .

ملعون تیری جون سره مرکه :

لکه چې وویل شول، دی ملعون د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر په يوولسمه نيټه قران کریم وسوځوه. ده دی ورځی ته د International Burn a Quran Day  یعنې د قران سوځولو نړیواله ورځ نوم ورکړ سوچ وکړئ چی دا خنزیر د اسلام سره څومره نفرت لري. ده خنزیر د سی این این سره یوه مرکه کړی چی زه یی تاسو ته پشتو ژباړه وړاندی کوم:

جورنالسټ : ستا په خیال ټول څومره مسلمانان دی ؟

تیری جونز : زما په خیال له 1,5 ملیون څخه زیات دي

جورنالسټ : زما په خیال دا خو ډیر لوی تعداد دی دوی سره ته ولی مستی کوی او د دوی محترم کتاب سوځوی دا بی عقلی نده ؟

تیری جونز : نه دا محترم کتاب ندی .

جورنالسټ : دا خو ستا په وړاندی محترم ندی بلکی د 1.5 مسلمانانو په وړاندی خو محترم دی ته ولی د چا کور ته اور اچوی ؟

تیری جونز : زه د چا کور ته اور نه اچووم مونږ په دغه ورځ خلکو ته دا پیغام ورکوو چی اسلام باید مونږ ودروو مونږ د مسلمانانو خلاف نه یو دوی دی زمونږ هیواد ته راشی عبادت او په خبرو کولو کی ازاد لری د کوم شیانو څخه چی زمونږ نفرت دی هغه اسلامی وحشی قوانین دی او د قران په سوځیدلو سره خلکو ته دا پیغام ورکوو چی مونږ اسلامی قوانین نشو زغملی.

جورنالسټ : که تا ته یو مسلمان همدا خبری وکړی چی زمونږ هیواد کی اوسیږه خو ستا بایبل کتاب سوځوم، په تا به بده ونه لګیږی؟

تیری جونز : یقینا په ما به ډیره بده ولګیږی خو په امریکا کی اوسیدل دا ما ته اجازه راکوی چی زه باید قران وسوځوم اوس وخت راغلی دی چی مونږ ټول باید سره یو ځای شو او مونږ ایمان لرو چی اسلام د شیطانیت دین دی .

جورنالسټ : دا ستا نظر دی؟

تیری جونز : ډیر دا ډول خلک به جهنم ته ځی .

جورنالسټ : دا ستا نظر دی؟

تیری جونز : اسلام د دوکی مذهب دی .

جورنالسټ : دا ستا نظر دی؟

تیری جونز : دا د وحشت پسندی مذهب دی .

جورنالسټ : دا ستا نظر دی؟

تیری جونز : دا له څو پیړيو څخه ثابت شوی دی .

جورنالسټ : نه نه

تیری جونز : اوس وخت راغلی دی چی زمونږ مذهبی رهباران او سیاستمداران نور رښتیا ووایی .

جورنالسټ : په امریکا کی خو اوس ماډرن مسلمانان اوسي او په ۹/۱۱ حادثه کی هم مسلمانان مړه شوی وه نو ته ولی ټولو ته توهین کوی ؟

تیری جونز : ته ښه خبره کوی خو په اسلام کی ماډرن والي ته کوم ځای نشته .

جورنالسټ : ته ولی د قران توهین کوی ؟

تیری جونز : زه په دی حیران یمه چی خلک ولی د اسلام دفاع کوی ځکه ته اوس سعودی عرب ته وګوره ښځی د موټر لایسنس نشی جوړولی نو ولی خلک د اسلام دفاع کوی .

جورنالسټ :ته ولی داسی کار کوی (قران کریم سوځوي)؟

تیری جونز : اوس باید مونږ سره یوځای شو که مونږ اوس په دی او یا په بلی کلیسا کی دا کار تر سره نکړ نو مونږ سره به څه وشی مونږ به هم د یوروپ غوندی ختم شو ځکه مسلمانان په قران ایمان لری او قران دعوت ورکوی چی قران نه منونکی کس ووژنی ځکه مسلمان شرعی قانون منی او شرعی قانون زمونږ د قتل فتوه ورکوی، داسې بل مذهب په امریکا کی نشته نو ځکه یی سوځوو.

جورنالسټ : خبره دا ده چی ستاسو غوندی امن پسنده خلک چی په یو لوړ مقام کی قرار لری او داسی د نفرت نه ډک کار ترسره کوی نو هغه خلک چی تاسو باندی یقین لری هغه به هم درنه متنفر شی.

کفار ولی قران سوځوي:

د دجال زامن دا فکر کوی چی دا یویشتمه پیړۍ د دجالانو ده او دجال به راځی، نو دوی مخکښی له مخکښی د دجال لپاره لاره هواروی اود دی کار لپاره ټول کفار سره متحد دی او اسلامي شعایرو ته په سپکاوي هيڅ دريغ نه کوي. نو په لنډه توګه ویلی شم چې دوی د لاندې اسبابو له وجې دا ناوړه کار کوي:

۱: دوی وایی چی په قران کریم کی کفارو پسی ډیر بد ویل شوی دی.

۲: په قران کریم کی د کفارو سره د جنګ حکم شوی دی

۳: دوی داسی فکر کوی چی که چیری هم مسلمانان کامیاب شی نو بیا به له دوی څخه جزیه اخلی

۴:هغه کفار چی اسلام ته مایل دی هغوی ته ښایی چی اسلام نعوذ بالله یو باطل دین دی نو ځکه خو مونږ قران سوځوو

۵:غواړی چی په دی کار سره د اسلام پرمختګ په کفری هیوادونو کی متوقف کړی

۶: یوه قاعده ده چی دښمن مخامخ نشی وهلی نو په مابین کی یی نفوذ وکړه خپله به دښمن له پښو وغورځیږی

۷: کفار پدی کار سره ځان ته یو ‍ذهني تسکین ورکوی البته د هغو عذابونو په بدل کې چې د مجاهدينو لخوا ورڅکلي دي.

۸: کفار وایی چی مونږ مسلمانانو ته دا پیغام ورکوو چی د غرب لخوا پیدا شوی نړی کی به دوی د غرب دغه ناوړه کارونه برداشت کوی په بل صورت کی به تاسو ته بیا بنسټ پال ویل کیږی

۹: دا هم ده چی دوی په دی کار سره د مسلمانانو ایمانی جذبه معلوموی

۱۰: او بالاخره کفار د مسلمانانو سره د مخامخ جګړی توان نلری یعنی په شکست کی دی نو ځکه دا کار کوی  
خو الحمد لله دوی خپلو اهدافو ته لا تر اوسه ندی رسیدلی او نه به ورسیږی ځکه اسلام نه بدلیږی اسلام دنیا بدلوی الله مختلفی ډلی پیدا کوی چی په نړۍ کې بدلون راولي.

مسلمانانو ته څه کول پکار دی :

۱: ټول مسلمانان باید سره یو ځای شو تاسو تاریخ مطالعه کړی کفار نه مجاهدین او نه هم غیر مجاهدین پریږدی

۲: د الله په لار کې مسلح جهاد.

۳: ځوانانو ته دا پیغام لرم چی د خپلی وسی مطابق د دښمن په خلاف خپل بدنی، مالی، او قلمی قدرت مصرف کړی. ډیر داسی ځوانان ګورم چی په فیس بوک او یا په نورو انترنیټی پاڼو کی په ځای د دی چی د دښمن په خلاف کوم څه نشر کړی، په سندرو او نورو بی هوده کارونو کی بوخت دي. امام حسن البنا فرمایی: د خپل وس مطابق اوبه راواخله او په اور یی ور واچوه، که مونږ دا کار ونکړو الله په قران کی وایی چی زه به بله ډله پیدا کړم زما د دین د ساتلو لپاره. الله دی مونږ پدی امتحان کی بريالي کړی آمین .

لیکوال : محمد عالم
alam_210@yahoo.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x