ورزش

کرکټ: مېلر د یو هندي پولیس سترګه ړنده کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې کرکټ لوبې په میدانونو کې ځینې لوبغاړي خپل ژوند له لاسه ورکړ خو دا لومړۍ ځل دی چې شپږیزې وهلو سره توپ له میدانه دباندې د امنیتي مسؤل په سترګه لګیږي او خپله سترګه له لاسه ورکوي.

د هندي رسنیو په وینا تیره ورځ د انډین پریمیر لیګ سیالیو یوې لوبې کې د سویلي افریقا پیژندل شوی توپ وهوونکی ډیویډ مېلر یوه پیاوړی او چټکه شپږیزه ووهله او توپ له میدان څخه دباندې د یو پولیس په سترګه ولګیده.

د راپورونو پر بنسټ دغه امنیتي مسؤل د توپ لګیدو له امله يي سترګه زخمي شوه او زخمي شوې سترګه يي ړنده شوه.

ډېوېډ مېلر له خبریدو وروسته له دغه پولیس څخه بخښنه غوښتې او خپل ټویټر اکاونټ کې يي د دغه پولیس په نامه یو پیغام لیکلی. مېلر لیکل شوي پیغام کې لیکلي چې دغه خبر له اوریدو سره ډیر خواشینی شوی او ډیر غمجن دی.

د زخمي شوی پولیس لور رسنیو ته ویلي چې د هندوستان د پولیسو اداره د نوموړي د پلار د درملنې مصرف په غاړه اخیستی خو کیدی شي پلار يي د سترګې له لاسه ورکولو له امله خپله دنده هم له لاسه ورکړي.

تیر کال د انډین پریمیر لیګ په سیالیو کې د کرېس ګېل په شپږیزې یو ماشوم ولګید خو کرېس ګېل له لوبې وروسته د ماشوم پوښتنې لپاره روغتون ته لاړ او د ماشوم د درملنې لپاره يي په هماغې لوبې کې ټولې ګټل شوې پیسې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx