نړۍ

چین: بیجینګ کي دنړی ترټولو لوی هوایی ډګرجوړه وي

bejeingairport(نن ټکی اسیا فبرور۲۰۱۲/۰۲/۲۶) دچین هیواد په پلان کی لري چی دروان کال په اخیرو کی دنړي په کچه ترټولو لوی ملکی هوایی ډګر دجوړول کارپیل کړي، چینی خبري رسنیو خبرورکړی دي، چي دغه هوایی ډګربه دامریکا له اټلنټا هوایی ډګرڅخه وړاندي شي تراوسه پوری دنړي په کچه دسواریانودتګ اوراتګ او دډیرو الوتنه له کبله دامریکي اټلنټا هوایی ډګر ترټولو لوی هوایی ډګر دي. یوي چینایی مجلي (کایجینغ) پرخپل ویب سایټ باندی لکلی چی پردغه هوایی ډګرباندی به ۳۰،۲ ملیارډه یوان(۴،۸ملیارډه ډالر) ولګیږي

. له بلي خواڅخه یوي چینایی دولتي راډیو هم ددي هوایی ډګرپه اړه خبرورکړی دی، اوزیاته کړی یی ده چی دغه هوایی ډګربه دالوتکو دناستی او پروازونو لپاره نه سړکه (رن ويز) ولري، او هرکال به له دغه هوایی ډګرڅخه ۱۳۰ ملیونه مسافردغه هیواد ته تګ اوراتګ کوي. دغه هوایی ډګر چی تراوسه پوری لا ورباندی نوم نه ایښودل شوی پر ۲،۶۸۰ هکتاره ځمکه باندی جوړیږي، داسي ویل کیږي چی ددغه هوایی ډګر کار چی دبیجینګ ښارپه سویل کی به جوړیږي، د۲۰۱۷ کال داکتوبرمیاشتی تراخیره پوری بشپړ شي. دراپورونه په اساس چی په دی اخیروکی دبیجینګ ښار ټول هوایی ډګرونه دسواریانو له انتهایی ګڼي ګوڼي سره مخ دي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x