
ترکیې د سوریې چورلکه را غورځولې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي۲۷مه ۱۳۹۴ل): د ترکیې وزارت دفاع ویلي چې دوی د سوریې هغه چورلکه را غورځولې، چې د پولې دې خواته را اوښتې وه، او د سرحداتو د قانون خلاف ورزي یې کړې وه.
وزیر دفاع عصمت یلماظ ویلي دغي چورلکي ۵ دقیقي دسوري په خاوره کي دننه تر ۱۱ کیلومتره پوري الوتنه کړي وه.
هغه زیاته کړه چې دوی د جیلوه غوزو په نامه سیمه کې په نښه کړل، او کښته یې را وغورځول.
بل خوا د سوریې حکومت ویلي چې دا خبره بلکل غلطه ده چې ددوی هلیکوپتر الوتکه دي د ترکیې له خوا غورځېدلی وي، هغوی ویلي چې الوتکه یوه وړه بې پلوټه الوتکه وه.
د ترکیې ولسمشر احمد داود اوغلو ویلي چې دی خپل د پوځي ځواکونو وړتیا او همت ستايي، او د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته یې ګواښ کړی چې دا پيښه باید دده او د نورو لپاره باید یو عبرت وي، او بیا داسي جرآت ونه کړي.