افغانستان

کابل کې سرتېري برید ۱۲ بهرنیو عسکرو ته مرګ ــ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي۲۷مه ۱۳۹۴ل): د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر بهرنیو عسکرو سرتېري برید اووه بهرني عسکر وژلي او پنځه نور ټپیان کړل.

د کابل د هوايي ډګر قومندان مل پاسوال حقنواز حقیار وايي، نن سهار نهه بجې د کابل هوايي ډګر ختیزې دروازې ته څېرمه پر بهرنیو عسکرو سرتېری برید وشو، چې له امله یې ۲۳تنو ته مرګ ــ ژوبله واوښته.

حقیار زیاتوي، په ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د سیمې عیني شاهدان وايي، دوی د بهرنیو عسکرو مړي او ټپیان ولیدل، چې امبولانسونو ته یې پورته کول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د ياد بريد مسؤوليت منلی او زياتوي، چې په دې برید کې اووه بهرنیایان وژل شوي او پنځه نور سخت ټپیان دي.

د ښاغلي مجاهد په وينا په دې برید کې يو مرمۍ ضد موټر په مکمله توګه او بل نيم ويجاړ شوی دی.

طالبانو نږدې یوه میاشت مخکې په ټول هېواد کې د عزم په نامه عملیات پیل کړي، چې تراوسه یې د هېواد په شمال او سوېل کې څو ولسوالۍ نیولي او د هېواد په زیاتو برخو کې یې چریکي جګړه روانه کړې ده.

د عزم د پسرلنيو عملياتو له پيله يوازې کابل کې دا پنځم سرتېری بريد و، چې بهرنيو عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

طالبانو ته ښایي چې د هوایي ډګرونو ، ځمکنیو بنادرو، د لویو ښارونو دروازو او لویو لارو د سم لاسي په کنټرول کې اخیستلو لپاره په یو منظم پلان باندې کار وکړي تر څو د کاملې فتحې په درشل کې د عدل په هدف د ملي خاینینو، جنایتکارانو او غاصبینو د تېښتې مخنیوی وشي.

ګوربت

دلته په کابل کې دروانو بریدونو دقت اوځواک کابل میشتي دولتي چارواکي اودبهرنیو قواوو قوماندان عاجلو ناستو اومشوروته اړ ایستی دي،خوهغوي دمشورو اوناستو لپاره هم لومړي دځای دخونديتوب په فکرکې دي،اوس هغوي په عادي ځایونوکې دبريدونو له ویري ناستي هم نشي کولاي.
په مجموع کې دطالبانو دسږنيو عملیاتو بی ساري سرعت اودقت هم په جکومتي حلقوکې اوهم دحارجي نظامیانو اوديپلوماتيانو په ميڼځ کې وارخطایی زیاته کړې،که دغسي په اطرافوکې دطالبانوپرمختګ اوپه ښارونو کې بريالي بریدونه روان وو،نودحالاتو دناڅاپه اوچټک بدلون ټولي وړاندوینط ښاي رښتیاشي

کندهار

په کندهارکی درازق ملیشو یوتکسی چلونکی په دزو وواژه

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x