ټکنالوژي

وینډوز ۱۰ به د وینډوز ایکس پي (Windows XP) کاروونکو ته وړیا نه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د مایکروسافټ کمپنۍ اعلان وکړ چې خپل نوی اپریټنګ سیسټم به د ایکس پي (Windows XP) کاروونکو ته په وړیا ډول نه وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مایکروسافټ کمپنۍ خپل نوی اپریټنګ سیسټم چې وینډوز ۱۰ نومول شوی د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې کړی. مایکروسافټ کمپنۍ غواړي خپل دغه نوی اپریټنګ سیستم له کوم نیمګړتیا پرته کاروونکو ته وړاندې کړي.

د دغې کمپنۍ ویاند رسنیو ته وویل چې مونږ نه غواړو خپل وروستۍ اپریټنګ سیسټم د وینډوز ایکس پي (Windows XP) کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې کړو. هغه کاروونکي چې غواړي د روان زیږیدیز کال په اخره کې وینډوز ۱۰ ترلاسه کړي نو همدا اوس باید خپلو سیسټمونو کې وینډوز ۱۰، ۸ او یا ۸.۱ ښکته کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلی چې وینډوز ۱۰ به د وینډوز ۷ (Windows 7)، وینډوز ۸ (Windows 8)، او وینډوز ۸.۱ (Windows 8.1) کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې کیږي. پورته یاد شوي اپریټنګ سیسټمونه به د همدې کال په وروستیو کې وینډوز ۱۰ ته په وړیا ډول اپډيټ شي.

اوسمهال وینډوز ۸.۱ د مایکروسافټ کمپنۍ وروستۍ اپریټنګ سیسټم دی. وینډوز ۸ او ۸.۱ هغه اپریټنګ سیسټمونه دي چې په نړیوالو بازارونو کې ډیر کاروونکي لري.

د مایکروسافټ کمپنۍ په اپریټنګ سیسټمونو کې وینډوز ایکس پي (Windows XP) اوس هم تر ټولو زیات کاروونکي لري او په دې وروستیو کې د انګلستان پولیس هم له مایکروسافټ څخه غوښتنه کړې وه چې دغه اپریټنګ سیسټم بیا هم اپډیټ او اپګریډ کړي خو مایکروسافټ کمپنۍ بیا غواړي دغه وینډوز د تل لپاره له منځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx