نظــر

په اسلام آباد کې د حزب د ډلګۍ “سيمينار”

ghairat-baheerد فيسبوک د ټولنيزې شبکې له لارې مې پر هغو انځورونو سترګې ولګېدې، چې يو شمېر څېرې په کې په دې موخه راغونډې شوې وې، چې د افغانستان د غميزې د حل لارې چارې وپلټي.

له انځورونو څخه د غونډې برخه وال دا کسان ښکاره کېدل، د حکمتيار د حزب غړى غيرت بهير، د پاکستان د استخباراتو پخوانى افغانستان ضد رئيس حميد ګل، انجينر احمد شاه احمدزى، د پاکستان د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزى، په کابل کې پخوانى پاکستانى سفير، رستم شاه مومند، خبريال سليم ساپى او داسې نور افغان او پاکستاني څېرې.

له هر څه وړاندې د غونډې ترکيب تر پوښتنې لاندې دى. په دې غونډه کې داسې کسان ښکاره کېدل، چې د افغانستان په ورانۍ او دربدرۍ کې ښکاره لاس لري، لکه جنرال حميد ګل، آيا دغه ډول جنايتکاره څېرې کولاى شي زموږ د وطن د غميزې لارې چارې په ګوته کړي؟! يا اعجاز الحق، د جنرال ضيا الحق زوى؟ يا رستم شاه مومند؟ دا ګرد هغه څېرې دي چې د افغانانو د غميزې په عځېدا کې د دوى برخې معلومې دي. بيا هم د دى غميزې د حللارې پلټل به د دوى په واسطه ساده ګي نه وي؟!

پر دې ډېر بحث بايد و نه کړم، ځکه دا څېرې نن ټول افغانان پېژني، زما په څېر به د ډېرو نورو افغانانو په اذهانو کې دې پوښتنې ازانګې کولې، چې د حکمتيار حزب خو لږ تر لږه افغانه ډلګۍ ده، دوى ولې د دى کړکېچ د حل لپاره د داسې چا ور ټکوي، چې دا دېرش کاله يې وهلي، ټکولي او وژلي يو؟! ولې دوى له دېرش کلن ناورين څخه څه درس نه اخلي؟! د افغانستان د قضيې د حل لپاره خو له حميد ګل څخه مرسته غوښتل ترکستان ته تګ دى!

ستونزه چېرته ده؟

دا مسئله دومره ساده نه ده، چې د څو عاطفي او احساساتي جملو له لارې د ستونزې تل ته د ښکته کېدو هڅه وکړو. اوبه له بله ځايه خړې دي، بايد د اوبو له سربند څخه مسئله حل کړو. څو چې افغاني ډلې که څه هم د حزب په څېر کوچنۍ وي، د پرديو استخباراتو له لاسونو آزادې نه شي، د سبا افغانستان لپاره به لا هم ستونزې پينځوي.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب ډلګۍ د تېر جهاد له وخت څخه را په دې خوا د پاکستان د استخباراتي شبکې په لاس چورلېږي. دې ډلګۍ کله هم د پاکستان د ګټو سره په تضاد دريځ نه دى نيولى، تضاد لا څه چې متفاوت دريځ يې هم نه دى نيولى.

{flvremote}http://itn.vo.llnwd.net/o40/Media/RTV/2012/02/20/RTV556412/RTV556412-119-2960.flv{/flvremote}

دې ډلګۍ په افغانستان کې د هر هغه حکومت پر ضد ورانکاري اعمال ترسره کړي، چې د پاکستان په مزاج برابر نه و. د دوى د قضاوت معيار د پاکستان موقف ګرځېدلى دى. د دې ډلګۍ اوسنى سيمينار په ښکاره ډول د پاکستان په اشاره جوړ شوى دى. په قطر کې د طالبانو خبرو اترو، پاکستان، افغانستان(حکومت) او حزب ډلګۍ منزوي کړي دي. پاکستان اوس په دې هڅه کې دى، چې د حزب د ډلګۍ غير محسوسه رول ستر وبرېښوي او داسې څرګند کړي، چې ګواکي د افغانستان مقاومت يوازې د طالبانو توره نه ده.

د حزب ډلګۍ لوړ پوړو چارواکو هر اړخيز فعاليتونه نن په پاکستان کې په داسې ازادۍ سره جريان لري، چې هر عاقل انسان پر دې خبره باوري کوي، چې دا ډلګۍ اوس بيا په سيسټماتيک ډول د پاکستان د ګټو پالنه او ساتنه کوي.

دتېر لوى اختر لمونځ په منظم ډول د پاکستاني ټلويزيوني جېنلونو له لوري په ژوندۍ بڼه خپرېده، په داسې حال کې چې پاکستاني حکومت اختر نه و اعلان کړى؛ دا کار د پاکستان له مشورې پرته شونې دى؟! د دې ډلګۍ د مشر (ګلبدين حکمتيار) اوږده او ستړي کوونکي پيغامونه پر لمونځ کوونکو تپل کېږي.

په پېښور کې دوه کلېشه يي مجلې او يوه تکراري ورځپاڼه خپروي، که له دوى سره د پاکستاني چارواکو مرسته نه وي، دا فعاليتونه په هېڅ ډول شوني نه دي.

د “سيمينار” “ګواښ”

د ياد سيمينار په پاى کې غيرت بهير د حزب يو غړي پرېکړه ليک لوستى دى. د پرېکړه ليک له متن څخه له ورايه څرګندېږي، چې د پاکستان او ګلبدين حکمتيار ګډه هڅه دا ده چې په قطر کې د طالب مجاهدينو د استازو او امريکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې تر سيوري لاندې راولي.

لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه، د غونډې ګډونوال ګرد د حزب پخواني پاکستاني بړېڅې وې، چې په خپلو څرګندونو کې يې د ګوښه حزب ډلګۍ د مطرح کېدا هڅه کوله.

دا خبره چې ټول افغاني ډلې دي يو تفاوهم ته ورسېږي، څرګندوي چې حزبيان کوشش کوي چې خپله ډلګۍ مطرح کړي. امريکايان له ډېرې پخوا راهيسې پوهه شوي دي چې حزب سره خبرې او مذاکرات کوم درد نه شي دوا کولاى.

دوى ته د حزب ډلګۍ زور او نفوس دواړه ښه معلوم دي. د قطر له بهير سره سم، اوس د حامد کرزي او پاکستان حکومتونه د ګلبدين حکمتيار له ډلګۍ اوزاري استفاده کوي.
کله يې کرزي په خپله وينا کې يادوي او کله پاکستان ورته د غونډو تابيا کوي.

پر دې خبرې کورني او بهرني ټول ګروهمن دي، چې طالبانو نړۍ دلته راګيره کړې ده.

د قرآن شريف د سپکاوي په غبرګون کې د طالبانو فوري عمل ټولو وليده.

دا خبره ټولو ته څرګنده ده چې شيدې سپينې او غوا توره ده.

امريکايان خپل قاتلان پېژني. که ګلبدين حکمتيار په رښتيا اسلام، جهاد او وطن ته مخلص وي، نور دې ډلبندۍ پرېږدي او روان مقاومت سره دې د يو عادي مجاهد په توګه يو ځاى شي، کنه تر دې به نور هم منزوي، رټلى، ترټلى او سپک شي. په اسلام آباد او نورو اروپايي هېوادونو يا انټرنيټي صفحو کې مرکې او ليکنې افغانستان نه شي فتح کولاى!

ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x