کابل: سرتیري برید اوه بهرنیان وژلي – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۷مه ۱۲۹۴ل): کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر بهرنیو عسکرو سرتېري برید اووه بهرني عسکر وژلي او پنځه نور ټپیان کړل.

د کابل د هوايي ډګر قومندان مل پاسوال حقنواز حقیار وايي، نن سهار نهه بجې د کابل هوايي ډګر ختیزې دروازې ته څېرمه پر بهرنیو عسکرو سرتېری برید وشو، چې له امله یې ۲۳تنو ته مرګ ــ ژوبله واوښته.

حقیار زیاتوي، په ټپیانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

یوې امنیتي سرچېنې پژواک خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په برید کې دوه بهرني انټرپول پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې چاودنې همدا راز ۳ نور بهرنیان ټپیان کړي دي.

د اروپا د پولیسو اتحادیې د مطبوعاتي ټيم یو غړي عزیز بسام بیا د یو بهرني وژنه او ۳ نورو ټپي کېدنه منلې ده.

خو طالبانو بیا په دغه برید کې د ۷ بهرنیانو د وژنې او ۳ نورو د ټپي کېدنې خبر ورکړی دی.

په تېرو څو ورځو کې د پنځم ستر برید دی چې د کابل ښار په زړه کې کیږي.

درې ورځې وړاندې د بهرنیانو په یوه مېلمستون یو تن سرتیري برید ګر برید وکړ او د ۹ بهرنیانو په شمول یې ۱۴ کسان ووژل.

بهرنیان په دغه مېلمستون کې د کنسرتونو او مهمو غونډو لپاره راټولیږي او په دغه ورځ هم د یوه کنسرت لپاره راټول شوي وو.

20150517-635674526655927443w 20150517-635674526642667528w Afghanistan 20150517-635674508231891272w 20150517-635674510179694786w 20150517-635674510202782638w Afghanistan Afghanistan Afghanistan U.S. soldiers arrive at the site of an attack in Kabul Afghan and U.S. forces arrive at the site of car bomb attack in Kabul Afghan and U.S. forces keep watch at the site of car bomb attack in Kabul A municipality worker is seen through a cracked window of a vehicle at the site of car bomb attack in Kabul Afghan and foreign security forces keep watch at the site of car bomb attack in Kabul Afghanistan

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د