نظــر

مقدساتو ته سپكاوى او که د ولس د مسخه کولو ناكامه هڅه؟!

nato-us-forceپه افغانستان او پاكستان کې د امريکا د متحده سياسي دولتونو پوځي، فرهنگي او سياسي هڅې په څه باندې يوه لسيزه کې بې پايلې شوي، چې ښکاره علت يې د ولسونو له ملي ارزښتونو او مقدساتو سره د امريکا پټ او ښکاره مخالفت دى.

دغه مخالفت د افغانستان په گډون د سيمې په هر بل ولس کې مقاومتونه بريالي کړي، چې د دولتونو د هر اړخيزو هڅو کړۍ راتنگه او بې چاپېرياله کړي.

اوس د ټولې اسلامي نړۍ د ولسونو او حکومتونو ترمنځ د واټن درزونه پراخه شوي؛ د ځانگړيو دولتونو حکومتونه او گوندونه د هر اړخيز امپرياليزم د يرغل ښکار پاتې دي

او ولسي خوزښتونه په کې نه يوازې په جگړه اخته پاتې شوي، بلکې امپريالستي هر اړخيز يرغل يې هم له فرهنگي، بشري، اقتصادي او سياسي بحران سره مخ کړى دى.

مطلب دا، چې د هر اړخيز امپرياليزم روان سياسي، اخلاقي او پوځي بحران په افغانستان او عراق کې پيل شوى او اوس ټولې اسلامي نړۍ ته غځيدلى دى؛ يو شمېر افراد، کړۍ، معلوالحاله کورنۍ او سياسي گوندونه يې اړ کړي، چې له يو شمېر په نامه مخورو، قومي مشرانو او ملا امامانو سره ترلاسه شوى امپريالستي واك او گټه ووېشي، خو دا وېش هم عادلانه نه دى او ترمنځ يې بهرنيانو ته د وفادارۍ د څرگندولو سيالي توده شوېده.

په دغه بهير کې د هر اړخيزو امپريالستانو فرهنگي او سياسي اغېز بې پايلې شوى او مسخه شوې څېرې ورو، ورو ولسونو ته بربڼدې شوې دي.

د دغې ماتې ښکاره بېلگه د دولت او دولتي مخالفينو له درغليو ډکې ناندرې دي، چې امريکايانو يې له تېز او انتي تېز څخه د خپلې خوښې ترکيب ترلاسه کړى نه دى. يرغلگرو څېرو نه يوازې دولت تر ساتنې لاندې کړ، بلکې په ټولو دولتي او حکومتي تشکيلاتو کې يې پوځي مشرانو ته د ټولنيزې، فرهنگي او اقتصادي رهبرۍ چارې هم؛ خو وروستى ولسي غبرگون يې د كار كولو او رهبرۍ خنډ شو.

له دې سره د دولت، حکومت، پارلمان، قضا او گوندونو بېلابېلې څېرې هڅاندې شوې، خو دولت، حکومت، پارلمان، قضا او مطبوعاتو د خپلو هلوځلو د تحقق لپاره يرغلگرو ته مناسب چاپېريال جوړ کړى نه دى؛ ځکه، چې په ولس کې د  ولسي خوزښت روښانه څېرې، تشکيلاتي نظم او ديني روحيه دومره پياوړې ور تر سترگو شوه، چې حتا د بهرني پوځي او سياسي چتر لاندې يې هم د دې جرأت ونه کړ، چې له دولتي او حکومتي تشکيلاتو بهر د ولس پر لوري يو گام هم پورته کړي.

يرغلگرو د وروستۍ پروژې په توگه دولت او حكومت ته پر سولې او پوځي عملياتو ټينگار او د پرله پسې ساتنې ډاډ ور په برخه كړ.

د يرغلگرو دغه ټينگار دولتي، حکومتي او ولسي هلوځلو ته ځانگړى شو، خو د پوځي عملياتو برخه يې تر خپلې څارنې لاندې له دولت او حکومت سره گډه کړه.

دا، چې يرغلگرو د سولې او مشورې عملي پلان نه درلود؛ نو د ولس د ملي خوزښت په پته يې نه يوازې دوه اړخه د سولې او جنگ لپاره وهڅول، بلكې د مشرۍ پرهلوځلو ټينگار يې هم ورسره څرگند کړ.

څرگنده شوې، چې امريکايي سياسي او پوځي چارواکي د مقاومت له سياسي او پوځي پياوړتيا نه يوازې وېريدلي، بلکې دولتي او حکومتي کړيو ته يې له ځواکمنو افغان مقاومت كوونكيو سره ترهغې په جگړه ټينگار وکړ، چې لومړى مقاومت کمزورى شي او بيا خبرو ته غاړه کيدي. د پنيتا ميراثي پوځي څرگندونو او د امريکا د دولت د مشر اوباما خبرو دولت او حکومت د سياسي او پوځي بحران نوي پړاو ته ور دننه کړ.

يرغلگرو امپريالستانو سپارښتنه وکړه، چې د دوى د ملکي او پوځي چتر لاندې دې په افغانستان کې د دولت، حکومت، پارلمان، قضا او سياسي گزندونو مسخه شوې څېرې، د سولې خبرو ته وهڅوي، چې په دې توگه به د روان سياسي او پوځي بحران د حل لار همدا وگڼل شي.

امريکا او متحدينو يې انگېرلې وه، چې د سولې په خبرو کې به فرهنگي ملېشې، د پارلمان او سولې عالي شورا بېوسه سياسي څېرې، بې پروا واليان، د ولايتي شوراگانو مست غړي، د مهاجرينو استازي، مخورکسان او مخکښ سنگري مقاومت كوونكي لومړى په خپلو کې توافق کوي بيا به د موافقې چوکاټ جوړوي او ورسره به ټاکلو اهدافو ته د رسيدو لپاره د ولس نظرونه زبېښي.

په دولت او حکومت کې د دغه سياسي، فرهنگي او اخلاقي بحران پايله دا شوه، چې امپريالستان له يوې خوا حکومت او دولت ته نه يوازې د گړنديو عملياتو سپارښتنه وکړي، بلکې امپرياليستي يرغل ته هم مشروعيت وغواړي. له بلې خوا دولت، حکومت، پارلمان او گوندونه، چې ترشا ولسي ملاتړ نه لري بيا هم په سياسي او فرهنگي ډگر کې بحراني پاتې دي.

په هره توگه په افغانستان کې تجربه، پوهه او پردين، پت، خپلواکۍ او قومي ارزښتونو تفاهم د جگړې د پاى اصل دى، خو يرغلگرغواړي له دولتي او حکومتي غړيو سره مشوره وکړي او يو شمېر له مسخې پاتې څېرې هم ورسره مسخه کړي او بيا د پوځي او سياسي چترلاندې داسې يو ميکانيزم رامنځته کړي، چې څنگه کولى شي تر جگړې لاندې ولس ورسره خبرې وکړي. په داسې حال کې، چې يرغلگر او دولت به له مقاومت كوونكيو سره د خبرو او جگړو اړخونه هم وي، خو د خبرو گډونوال به دا جرأت ونه لري، چې له مقاومت كوونكيو واک ترلاسه کړي؛ ځکه افغان مسلمان ولس اوس پوره واکمن او ځواکمن دى؛ له خبرو سره خبرې کوي او له جنگ سره جنگ رهبري کولى شي.

 په روان سياسي او پوځي بحران کې به امپريالستي يرغلگرو ته د سپكاوي له بېلابېلو بڼو غوره دا وي، چې د هېواد واک او ځواک افغانانو ته وسپاري.

دا به دوى ته د افغان مسلمان ولس هغه شين څراغ وي، چې په رڼا کې به يې خوندي ووځي او افغانان به  له ټاكلې ورځ، مياشتې او كال وروسته د خپل نظام جوړولو او چلولو ته پخپله خوښه راودانگي او که نه؛ نه به دوى او نه به د دوى مسخه شوې څېرې بريالۍ شي، چې واک و ځواک وچلوي.

خ.ق غر خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x