افغانستان

عاجل خبر: په ننګرهارکې سرښندونکي برید، خارجي او داخلي عسکروته مرګ ژوبله اړولې

airport-jalalabadله جلال اباد نه په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي نن سهار وختي شپږنیمې بجې دننګرهار ولایت دهوايي ډګر په دروازه کې یوه تن حمله کوونکي سرښندونکی برید ترسره کړ چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ،دیوشمیر خارجي او داخلي عسکرو دمرګ ژوبلې راپور هم ورکړل شوي خو تردې مهال دتلفاتو دقیقه شیمره نه ده په ډاګه شوې، خبر زیاتوي برید دموټر په توسط په داسي وخت کې ترسره شوی چې دشپې لمخې دموظفینوشفټ دورځې له هغه سره بدلیده ،

دجلال اباد امنیتي مسولینو پیښه تاید کړې خو دتلفاتو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي . له بلې خوا دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدرسینو ته په لیږلي پیغام کې دبرید په پړه په غاړه اخیستې او زیاته کړې یې ده چې په حمله کې هدف ډیر ښه په نښه شوي اوپه لسګونه خارجي او داخلي عسکر په برید کې مړه او ژوبل شوي. نوموړي زیاتوي دابرید یې هم دقران کریم ته د سپکاوي په انتقام کې ترسره کړي.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x