ورزش

استرالیايي ویکټ ساتوونکی براډ هېډن استعفاء وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا لوبډلې تکړه او پیاوړی ویکټ ساتوونکی براډ هېډن د انګلینډ او ویسټ انډیز په خلاف ټیسټ لوبو څخه یو ورځ وړاندې په رسمي ډول له یو ورځنیو لوبو استعفاء وکړه.

په نړیوال جام سیالیو کې د نیوزیلینډ په خلاف بریا او نړیوال جام اتلولي څخه وروسته هېډن ویلي و چې نور نه غواړي په یو ورځنیو سیالیو کې ګډون وکړي.

براډ هېډن د استرالیا لپاره ۱۲۶ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي چې په دغو لوبو کې نوموړی توانیدلی ۳۱۲۲ منډې جوړې کړې چې په دې ډول د منډو جوړولو اوسط يي ۳۱.۵۳ دی او په دغو منډو کې ۱۶ نیمه سلیزې هم شاملې دي.

هېډن خپل ۱۲۶ لوبو کې ۱۷۰ کیچونه نیولي او ۱۱ لوبغاړي يي سټمپ کړي چې له دې سره نوموړی د استرالیا د کرکټ په تاریخ کې له ایډم ګلېکریسټ او یان هیلي څخه وروسته درییم غوره ویکټ ساتوونکی دی.

۳۷ کلن هېډن رسنیو ته وویل:« د کرکټ لوبې هر لوبغاړي به زما په شان خپل د استعفاء پر مهال ښې خاطرې ونلري خو دا زما لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده چې زما په وروستۍ لوبې کې د نړیوال جام اتلولي مو وګټله.»

« زه په داسې حال کې استرالیايي لوبډله پریږدم چې په نړۍ کې لومړۍ مقام لري او زه په ټولو هغو لاسته راوړنو ویاړم چې خپلې لوبډلې سره مې ترلاسه کړی.»

په دغه غونډه کې د استرالیا کرکټ بورډ ادارې مشرانو هم ګډون کړی و. د استرالیا کرکټ بورډ مشر د براډ هېډن لاسته رواړنې وستایلې او وي ویل چې استرالیا به نوموړی هیڅکله هیر نکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x