افغانستانخبرونه

فوزیه کوفي: حکومت له وکیلانو غوښتي چې ولس د طالبانو پر ضد جګړې ته راوپاروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې، فوزیې کوفي له یوه خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې په ډاګه کړې ده چې حکومت د بدخشان له استازو غوښتي چې ولسونه د طالبانو پر ضد جګړې ته وپاروي.

په بدخشان کې طالبان توانېدلي چې پر څو ولسوالیو خپل واک ټینګ کړي. په دغه ولایت کې د طالبانو شتون هغه مهال د رسنیو سرټکی شو چې د جرم په ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو ته سخت تلفات اوښتي وو.


آغلې کوفي زیاتوي چې حکومت ان ځینو استازو ته لګښتونه هم ورکړي چې ولس د طالبانو پر ضد جګړې ته هڅوي.


له بلې خوا، د بدخشان د جګړو په اړه د طالبانو له خوا د «ضرب هندوکش» په نامه نوي خپاره شوي فلم کې د طالبانو له خوا والي وايي، چې ولس له دوی څخه غوښتي و چې په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو او اربکیانو پوستې له منځه یوسي. مولوي فصیح الدین زیاتوي، چې په دغه سیمه کې د اربکیانو پوسته د لویې لارې پر سر پرته وه چې له دې لارې د قیمتي کاڼو سوداګر هم تېرېدل. اربکیانو له سوداګرو باج اخیست.


کوفي وړاندې وايي، که د حکومت دا طرحه کامیابه شي، اوسنۍ «کلی په کلی جګړه به کور په کور» واوړي. د ولسي جرګه دا غړې وايي: «د حکومت امنیتي طرحه له سختو ستونزو سره مخ ده»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x