نظــر

امریکايي ډګروال او ورسره جګړن ولې او چا ووژل؟

3us-army-dead-bodiesپرون مازدیګر دکابل دلاسپوڅې واکمنۍ دکورنیو چارو په لاسپوڅي وزارت کې دوه لوړ پوړي امریکایان یو ډګروال او بل جګړن ووژل شول! په دې اړه ځینې خبرونه دا وو چې ګواکي دا پېښه خپله دنیواکګرو تر منځ پېښه شوې، او افغانان کوم تړاو نه ورسره لري: ( خو په کورنیو چارو وزارت کې دوو افغان مقاماتو،چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دووخواوو ترمنځ شخړه د دوو امریکایانو د وژل کېدو سبب شوې. دوی دا هم ویلي چې د لانجې دواړه خواوې بهرنیان وو او افغانان پکې ښکېل نه ول ) تاند ویب پاڼه.

او بیا په همدې ویب پاڼه کې وروسته پسې راځي: ( د ناټو یوه ویاند ډګرمن جیمي کمینګز دا خبرهرد کړه چې ګنې قاتل لوېدیځوال دی. کمینګز ونه ویل چې حمله کوونکی څوک دی )

له ټولو نه دپام وړ دا چې اسلامي امارت نوموړې پېښه دخپل یو ویاړلي اوپیاوړي مجاهد عبد الرحمن کړنه وبلله، او دا یې له نیواکګرو نه دهغه غیر انساني او غیر اخلاقي کړنې په بدله کې غچ اخیستل انځور کړل کومه چې څو ورځې مخکې ځناورو نیواکګرو دبګرام په هوايي ډګر کې تر سره کړه، دمسلمانانو سپېڅلي او پاک کتاب قران کریم ته یې په ډېره بې شرمۍ او سپین سترګۍ سره اور واچولو، کوم چې په ټول هېواد کې یې قهرجنو لاریونونو ته لار پرانیستله، چې لا تر اوسه پورې یې لړلۍ روانه او ورځ تر بلې یې څپې دپراخوالي،پیاوړتیا او تاو تریخوالي په لوري په چټکۍ سره لمن غځوي.

که دغه پورتنیو دوه، یو له بل سره ښکر په ښکر خبرونو ته پام وشي جوتېږي چې:نوموړې پېښه دنیواکګرو تر منځ ددوي دلفظي شخړې زېږنده بلل دځینو افغان لاسپوڅو چارواکو او ځینو نیواکګرو نیم خامه خبره ده، ځکه دوی چې کله په پېښه کې دافغانانو لاس لرنه نه مني دا هم نشي ویلي چې دا توره نو بیا چا وکوله؟ له همدې کبله تر ډېره شونې ده چې دغه پېښه به کوم باتور افغان او په ځانګړي ډول کوم طالب ځوان کړې وي، لکه څنګه چې امارت ویلي دي.

دهمدې خبرې پخلی دناټو دویاند جیمي کمینګز څرګندونې هم کوي، ځکه هغه دا نه مني چې په نوموړې پېښه کې دې لویديځوال لاس ولري، او چې لوېدیځوالو نه وي کړې نو چا به کړې وي؟ ځواب جوت دی، او هغه دا چې دغه په زړه پورې پېښه دافغان غیرتي ولس دکوم اتل بجې باتوره کړنه ده، او که دنیواکګرو تر منځ لفظي شخړې دا رنګه پایلې زیږولای شوای نو اوس خو به یې دفوځ بیخ ختلی وای!!! او که لفظي شخړې دا رنګه پایلې لرلای شي الله جل جلاله دې ددوی تر منځ دلفظي شخړو مور لنګه کړي!

دلته دپام وړ خبره دا ده چې دڅه لپاره دنوموړې پېښې اتلولې له افغانانو او مجاهدینونه اخیستل کېږي او پېښه هسې سرسري او دڅو شېبو لفظي تاوتریخوالي زېږنده بلل کېږي؟ کېدای شي دغه لوبه څو اړخه ولري:

لومړی: ددې لپاره دا هڅه شوې او یا کېږي تر څو دنیواکګرو داړه مارانو غرور او ورسره سپکو لاسپوڅو تشو لاپو ته زیان ونه رسېږي، ځکه دغه پېښه که له یوې خوادځناورو نیواکګرو پر خوله په زړه پورې غاښ ماتونکي ګوزار دی، له بلې خوا دهغوی پرېوتو لاسپوڅو ته په نړیواله کچه یو لوی ګواښ هم دی، دوی هر مهال نارې سورې وهي چې مونږ امنیت ټینګ کړی او ورځ تر بلې لا پیاوړي کېږو، او دا پېښه چې ددوی په زړه کابل او بیا دکابل په زړه دکورنیو چارو په وزارت کې رامنځ ته شوه له یوې مخې ددوی په پوچو لاپو دکمزورۍ، بې وسۍ او بې کسۍ سره کرښه را کاږي!

دوهم: لیرې نه ده چې نیواکګر داړه ماران او ورسره پرېوتي لاسپوڅي يې نړیوالو ته دا خبره څرګندول غواړي چې دغه پېښه دهغه لوی کرغېړن ځناورتوب غچ نه دی کوم چې دځناورو امریکایانو له خوا تر سره شو، دوی غواړي وښيي چې دا هسې سرسري او سملاسي پېښه وه، که دغه اتلولي دقرآن کریم په وړاندې دبې ادبۍ غچ وبلل شي نو به په نړیواله کچه له نوموړې پېښې سره خواخوږي کمه، او هم به امریکايي ولس تر ډېره ځان او په ځانګړي ډول خپل لیوني مشران ګرم وبولي، ځکه چې ددوی ناسمو، ځناوري او دځانځانۍ پر بنسټ ولاړو شومو تګلارو دغه رنګه پېښې ته لاره هواره کړه.

دریم: دا هم لیرې نه ده چې دوی دا خبره ددې لپاره کړې وي او یا يې کوي ترڅو ددوی پر وړاندې دهېواد په نورو سیمو او یا خپله دکابل په نورو برخو او وزارتونوکې ورته غبرګونونه سر را پورته نه کړي، له همدې کبله خو دوی له ټولو وزارتونو څخه ددوی په ژبه سلاکاران مګر په حقیقت کې وزیران! وایستل، تر څو له نورو ملاماتوونکو ګوزارونو سره لاس او ګرېوان نه شي، ځکه نوموړې پېښه نورو ته هم په ورته غبرګون دلاس پورې کولو شین څراغ کېدای شي.

له دې ټولو سره سره دا دي اوس پېښه خپل رېښتونی انځور خپله وړاندې کوي، نن ځینو رسنیو په ډاګه کړه چې پېښه له یوې مخې افغاني رنګ لري، او په اړه يې دعبد الصبور په نامه دیو کس نوم اخیستل کېږي، کوم چې لا تر اوسه پورې نیواکګر او لاسپوڅي یې نه دي توانېدلي نوموړی ونیسي، او دا خبر داسلامي امارت دویاند دخبرې پخلی کوي.

دنیواکګرو دځناورتوب یوه بله نښه دا ده چې دعبد الصبور نامي کس په کور یې چاپه وهلي او دهغه ځینې خپل او خپلوان یې په نیولي دي!

هو! دهغه کسانو نیول چې له دغه رنګه غیرتي او ویاړلو پېښو سره نېغ په نېغه تړاو ولري نیواکګرو او ګوډاګیانو ته یې خورا ستونزمن دي، ځکه هغوی مخکې له مخکې ټولې لارې چارې سره څېړلې او برابرې کړې وي، خو بیا هم نیواکګر او ګوډاګیان یې ددې لپاره چې له یوې خوا دخپل زړه بړاس وباسي، او له بلې خوا وښيي چې دوی پوره پوره ځواکمن دي، او کولای شي سمدستي دپېښو په اړه چټک غبرګون وښيي، په پټو سترګو په یوه خوا منډه اخلي، هغه نو که هر څوک په ګوتو ورغلل!ځکه دوی خپله دنده دا بولي چې تش لاس پاتې نشي او خامخا یو څوک ونیسي! له همدې کبله دا دي دځینو خبري رسنیو دخبر پربنسټ یې د عبد الصبور نامي ځوان پر کور چاپه وهلي، خپل او خپلوان يې نیولي دي!!!

دا اوس کوم قانون ته ژمنتوب او کوم انسانیت دی چې دیو کس خپل او خپلوان دده له توسنه ونیول شي؟ هو له دغه ځناورو نه ګیله نه ده په کار، ځکه افغان ولس په دغه لسو کلونو کې ددغه ځناورو انسانیت، بشر دوستي او له بې وزلانو او مظلومانو سره خواخوږي ښه وپېژندله، او ورته جوته شوه چې دنړۍ په سر تر ټولو ستر داړه ماران، بې غیرته شوکماران، دانسانیت او بشریت دښمنان همدا ځناور امریکایان دي، نو له همدې کبله اوس ورنه ګیله نه کوي، که بې غرضه خلک نیسي، که دشپې په کورونو چاپې وهي، که په ښونځیو بمبارۍ کوي، که کلي، ښارونه، مدرسې، جاموتونه، جنازې او ودونه بمباروي، که شهیدانو ته سپکاوی کوي، که دماشومانو له پاکې او رېښتینې نړۍ نه دخپلو شومو موخو لپاره کار اخلي، که قرآن کریم ته اور اچوي!!! ځکه ګیله له هغه چانه په کار ده څوک چې کم تر کمه یو څه انساني ارزښتونه پېژني، هغه څوک چې انسانیت نه پېژني هغه به دیني ارزښتونه او ملي ویاړونه څه وپېژني! له داسې ځناورو سره پرته له ګوزار نه بل څه نه وړ دي او نه ګټه کوي، او افغان غیرتي ولس اوس په دې حقیقت پوه شوی، هیله ده چې دورته پېښو لمن پراخه، په ټولیز ډول دټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول دافغان مسلمان ولس لپاره ښه په زړه پورې زیري راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x