د یوې نجلۍ په خاطر ټول قوم مسلمان شو – له پنډه ډکه کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل

د مسلمانانو او کفارو ترمنځ په جګړه کې، د مسلمانانو له خوا ډېر کافران اسیر شول، چې د اسیرانو په ډله کې د هغه قوم د سردار لور هم شامله وه، هغه چې د قوم د مشر لور او ښه ژوند یې درلوده، نو اسارت ورته ډېر سخت وو، له صحابه وو یې د خپل خلاصون غوښتنه وکړه، مګر صحابه (رض) ډېره فدیه وغوښته، هغې چې د خپل خلاصون له پاره بله چاره نه لیدله، نو له ځان سره یې فکر وکړ، چې باید د مسلمانو مشر او پیغمبر نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته ورشي، تر څو له اسارته خلاصون پیدا کړي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورغله، له صحابه و کرامو څخه یې شکایت وکړ او وې ویل : په داسې حال کې چې د هر شخص فدیه معلومه ده، زه چې د قوم د سردار لور یم، نو فدیه یې څو چنده وویلې، تر څو زه ونه شم کولای، چې له اسارته خلاصون پیدا کړم .

حضرت نبي کریم (صلی الله علیه وسلم)، چې د دغې نجلۍ خواشینی او ناهیلۍ حالت ولید، نو زړه یې پرې سخت وخوږېد، له هغې څخه یې د واده غوښتنه وکړه، کله چې نجلۍ د اسلام د ستر لارښود غوره اخلاق او مهرباني ولیده، له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځاېیده، فوراً یې له نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره واده ومانه، د واده مراسم تر سره شول. د دې بي بي نوم بره وو، بره په مانا د ځان ستاینې. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پر هغې جویره نوم کېښود .

بي بي جویره د مومنانو مور ( ام المومنین ) شوه، څو موده وروسته د بي بي جویرې پلار د خپلې لور د خلاصون له پاره حضرت نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) راغی، پوه شو چې لور یې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره واده کړی دی، د کفارو مشر ولیدل، چې لور یې په ظلم او اسارت کې نه بلکې د حضرت نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) بي بي ده، نو د رسول (صلی الله علیه وسلم) له دې مهربانۍ څخه ډېر خوشاله شو، هغه هم د سلام مبارک دین ومانه او مسلمان شو، کله چې د مکې خلک خبر شول، چې د قوم د سردار لور له نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) سره واده کړی دی، نو فوراً یې د بي بي جویرې د قوم اسیران خوشې کړل او وې ویل : موږ څنګه کولای شو، چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مېرمنې ( ام المومنین ) قومیان د اسیر او غلام په توګه ونیسو، د بي بي جویرې د قوم ټول اسیران یې خوشې کړل، کله چې کافرانو د مسلمانانو غوره اخلاق او مهرباني ولیدله، نو وې ویل : تر ټولو غوره دین د اسلام دین دی، په دې دین کې عدالت ورورولي، رښتینولي او مینه ده، ماشا الله حکمت وګورئ، چې د یوې نجلۍ په خاطر ټول قوم مسلمان شو.

کافرانو او منافقینو ته ستر درس دی، چې هغوی وایي، مسلمانان ولې څو ودونه کوي. د حضرت نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په هر عمل او وینا کې حکمت نغښتی دی .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد جاوید
میلمه
احمد جاوید

آیا طالبان به داسي وکړي چې خپل هیوادوال خوشي کړي او یا هم د رسول صلی الله علیه و سلم د اخلاقو متابعت یې کړی وي؟

شهاب
میلمه

هو همداسی شویدی شه مثال یی پخوانی ریدلی اواوسنی مریم چه دطالبانو په اسارت کی وه اوله خوشی کیدو وروسته یی داسلام مبارک دین قبول کر او یو کتاب یی هم لیکلی چه عنوان یی دی له ریدلی سخه تر مریم پوری