نظــر

امریکا د پوتین د سیاسي وژنې ځانګړې تګلاره پلې کوي

لیکوال: پامیر زیارمل

د مسکو د نړیوالو اړېکو د دولتي پوهنتون استاد

د روسیې سوچي ښار ته د امریکا دباندنیو چارو وزیر جان کېري سفر او هلته له ولادیمیر پوتین او سېرګي لاوروف سره خبرې اترې ډېر شناند هېښ کړل. ځېنو رسنیو لیکل، چې د امریکا او روسیې په اړېکو کې نوی څپرکی پرانېستل شوی دی او دواړو هېوادونو د تېرې زېږدیزې پېړۍ د ۶۲-م کال د اکتوبر میاشتې د کوبا د کړکېچ په څېر شاتګ کړی دی. خو په حقیقت کې امریکا د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیاسي وژنې ځانګړې تګلاره پلې کوي.

د امریکا د باندني سیاست یوه ځانګړنه دا ده، چې امریکایان هیڅکله شاتګ نه کوي او له دوی سره خبرې اترې هیڅ ګټه نه لري. امریکایان په خبرو اترو کې یوازې مخکې له مخکې شوې پرېکړه پلې کوي، خو ظاهراً داسې ښکاري، چې واشنګټن بل لوري ته امتیازات ورکوي. د نړیوالو اړېکو پېښلیک په ډاګه کړی دی، چې په خبرو اترو کې د امریکایانو شاتګ یوازې تاکتیکي خوځښت وي. له دې څخه داسې ښکاري، چې جان کېري روسیې ته د سفر په ترڅ کې پوتین ته داسې وړاندیزونه کړي دي، چې عملي ګټه مسکو ته نه لري. زه داسې انګېرم، چې امریکایان غواړي وخت وګټي، ترڅو د پوتین د سیاسي وژنې د تګلارې ټول پړاونه پلي کړي.

دلته دا پوښتنه راپورته کېږي، چې امریکا او په نړیواله سیاسي صحنه کې د هغې ملګري څه موخې لري. د وروسنیو پېښو له شننې وروسته زه دې پایلې ته ورسېدم:

یوم: روسي پوځي ایګور سترېلکوف، چې د ځېنو په اند په اوکراین کې يې د کورنۍ جګړې اور بل کړی دی، له ټولیزو رسنیو سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې یو کال وروسته به د اوکراین وسله وال ځواکونه د دې جوګه شي، چې له بېلتونپالو سره په بریالۍ توګه جګړه وکړي. د یوه کال په اوږدو کې د اوکراین امریکا پلوه وسله وال ځواکونه به د لوېدیزو هېوادونو له خوا په نوو او پرمختللو وسلو سمبال شي.

دوهم: امریکا او ترکیه یوه کال ته اړتیا لري، چې د بشر اسد رژيم په بشپړه توګه نسکور کړي او د طرطوس له ستراتېژیکې اډې څخه روسي پوځیان د تل لپاره وشړي. که امریکا او ترکیه خپلې موخې ته ورسېږي، دا به د شوروي له نړېدلو وروسته د لوېدیځ تر ټولو ستره پوځي بریا وي او ښکاره خبره ده، چې له طرطوس څخه د روسانو شړل به په روسیه کې دننه د پوتین د سیاسي مړنې مانا ولري.

درېیم: د ۲۰۱۶-م زېږدیز کال د نوامبر په ۸-مه نېټه په امریکا کې ولسمشریزې ټولټاکنې ترسره کېږي او ډېموکراتان غواړي خپل دریځ پیاوړی کړی. پر اوسني ډېموکرات ولسمشر د سیالانو له لوري تور لګول کېږي، چې په باندني سیاست کې د هغه د ادارې دریځ ډېر نرم دی، نو ځکه تر رایې اچونې مخکې ډېموکرات ګوند د روسیې په وړاندې سترې برلاسۍ ته اړتیا لري.

څلرم: د ۲۰۱۶-م زېږدیز کال د ډېسمبر په ۴-مه نېټه په روسیه کې پارلماني ټولټاکنې ترسره کېږي. امریکا هاند و هڅه کوي، چې واکمن ٬٬واحده روسیه٬٬ ګوند، چې په بشړه توګه د پوتین ملاتړ کوي، ماتې وخوري. امریکايي کارپوهان داسې انګېرنه او ننګېرنه کوي، چې روسي ولس په رڼو سترګو د پوتین د پرزولو خوب ویني، نو ځکه سپینه مانۍ چمتو ده یو کال په ظاهري بڼه له پوتین سره له مخامختیا څخه لاس پر سر شي.

پينځم: د ځېنو وټپوهانو په اند، په ۲۰۱۶-م کال کې به روسیه له ستر بحران سره مخامخ شي، ځکه چې د هېواد طلايي زېرمې تشې کېږي او پوتین به تش لاسی شي. له بلې خوا، په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې پر روسیې لګېدلي بندیزونه یوازې ۲۰۱۶-م کال کې د روسيې پر وټې ژوره ناوړه اغېره کول پیلوي.

امریکا او انډیوالان یې هیله من دي، چې د روسیې وګړي چمتو نه دي د پوتین او د هغه د سیاست لپاره ګڼې ستونزې وزغمي، نو ځکه دوی منتظر دي، چې روسان به ولسمشر اړ کړي، چې لږ تر لږه پر خپل باندي سیاست بیاکتنه وکړي.

ښکاره خبره ده، چې کرملېن د امریکایانو په تاکتیک ښه پوهېږي او خپل ځوابي تګلاره هم لري. زما په اند، پوتین د لاندنیو موخو لپاره له واشګټن سره لنډمهالې پوخلاینې ته غاړه ږدي:

یوم: که لوېدیځ پر روسیې د لګېدلو بندیزونه یوه برخه هم لېرې کړي، دا به د هېواد پر خوارځواکې وټې رغنده اغېزه وکړي. مسکو تر هر څه لومړی له لودېځ څخه روسیې ته د لوړو تخنالوژیو پر لېږد د لګېدلي بندیز لېرې کولو ته سترګې پر لاره دی، ځکه چې د روسیې صنعت له پرمختللو تخنالوژیو څخه پرته خپل کار ته د نړیوالتوب په پېر کې ادامه نه شي ورکولای.

دوهم: د روسیې وسله وال ځواکونه، چې د شوروي له ړنګېدلو وروسته ډېر ضعیف شوي وو او پخوانی لوړ مورال یې بایللی و، نوو وسلو ته اړتیا لري. پوتین غواړي د یوه – دوو کلونو په اوږدو کې پوځ په نوو پرمختللو وسلو سمبال کړي، ترڅو د روسیې وسله وال ځواکونه د ناټو د غړو هېوادونو له پوځ سره د سیالۍ جوګه وي.

درېیم: روسان غواړي د یوه – دوو کلونو په ترڅ کې له اوکراین څخه په نیول شوې کریمیا کې بنسټیز بدلون او سمون راولي. په کریمیا کې ډېرې وټیزې، سیاسي، ټولنیزې او ټبریزې ستونزې شته او د دغو ستونزو حلول لږ تر لږه یو کال غواړي. د بېلګې لپاره روسان غواړي په کریمیا کې مېشت مسلمان تتاران، چې د کریمیا د ټاپووزمه آره اوسېدونکي دي، له بېلابېلو لارو خپل ملاتړ ته وهڅوي، ترڅو دوی ځان د روسیې یوه برخه وګڼي.

څلرم: په لنډ راتلونکي کې به د ٬٬ترکي بهیر٬٬ او د ٬٬سبریا د ځواک٬٬ په نامه د نللیکو په اړه وروستي تړونونه لاسلیک او له هغو څخه د ډالرو بهاو پیل شي . پوتین له ډېر پخوا څخه په خپل زړه کې هیله پالي، چې دغې نللیکې به روسیه په بشپړه توګه له لوېدیځ څخه خپلواکه کړي او مسکو به په نړیواله صحنه کې خپلې ګټې ساتي، نه د امریکا او نورو هېوادونو. په رېښتیا هم، که دا پروژې د عمل په ګاڼه سینګارې شوې، دا به د پوتین او په ټولیزه توګه د روسیې د ژغور معنا ولري.

پینځم: ولسمشر پوتین غواړي په واکمنه کړۍ کې سټیز بدلون راولي. روسان پوتین له دې کبله ډېر غندي، چې د ده په چاپېر کې ډېر داسې خلګ شته، چې د تېرې پېړۍ په ۹۰-مه لسیزه کې يې د روسیې د ملي شتمنیو په لوټولو کې لاس درلود. پوتین ښه پوهېږي، چې د ولس د پرګنو د رضایت لپاره باید یوشمېر لوړپوري چارواکي له دندو ګوښه کړي. دا باید رد نه شي، چې پوتین به سروزیر دمیتري مېدوېدېف له دندې لېرې کړي. د ویلو وړ ده، چې داسې ګنګوسې د روسیې په ښي او کیڼ اړخو جالپاڼو کې ډېر پخوا وې.

له بلې خوا، هم روسیه او هم امریکا غواړي په نړیواله صحنه کې نوي ملګري وموندي. له وروستیو پېښو څخه درېیمو هېوادونو او سیاسي ګوندونو تر ټولو ډېره ګټه پورته کړه. د بېلګې په توګه، امریکا پر کوبا څو لسیزه وړاندې د لګېدلو بندیزونه یوه برخه په یواړخیز ډول لېرې کړه. په ځواب کې د روسیې د دفاع وزیر سېرګي شایګو ٬٬د خپلواکۍ ټاپو٬٬ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له کوبا سره د مرستو ګڼې ژمنې وکړې. همدا راز، پوتین پر ایران د С-100 هوايي دفاعي غونډال د پلورلو بنديز لېرې کړ.

دا هم باید رد نه شي، چې امریکا او روسیه به د اسلامي غورځنګونو د خپلولو لپاره خپلمنځي سیالي پیل کړي. شونی دی، مسکو او واشنګټن آن وسله والو طالبانو ته هم د پوهاوي لاس وغځوي.

په پای کې باید وویل شي، چې د نړۍ ټول شناند په یوه خوله وايي، چې د روسې او د امریکا تر منځ توده جګړه ناشونې ده، خو سړه جګړه به کلونه او کلونه ادامه وکړي او دا جګړه به یوازې کرملېن او سپینې مانۍ ته د نوي سیاسي پښت له راتګ سره پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x