افغانستان

د کندز په مظاهرو کې ۷ تنه امریکایان، پنځلس تنه پولیس ټپيان شول

injured in kandahar bomb blastنن ټکی آسیا: د امریکایانو له خوا د بګرام په هوايي ډګر کې د قرآن کریم د سوځولو په خلاف د مظاهرو لړۍ پرون هم دوام درلود.
د کندز ولایت د امام صاحب او خان اباد په ولسوالۍ کې د مظاهره کوونکو، پولیسو او امریکایي ځواکونو تر منځ په اخ وډب کې یو تن مظاهره کونکی شهید او یو شمېر نور ټپيان شول.
د کندز امنیه قومندان سمیع الله قطره په وینا د مظاهره کونکو له خوا د امام صاحب ولسوالۍ ته نیژدې د امریکایانو یوه مرکز ته لاسي بم وغورځول شو، چي له کبله يې ۷ تنه امریکايي سرتیري او ۱۵ تنه پولیس هم ټپيان شول.

د نومړي په وینا یو تن مظاهره کونکی مړ او ۳ نور ټپيان شول.
خو په مظاهرو کې د ګډون کونکو په وینا دوه بهرني عسکر وژل شوي دي.
همدا راز د سمنګان ولایت په مرکز کې هم تیره ورځ غټي مظاهرې تر سره شوې چي د دوه زرو تنو په شاوخوا کې خلکو په کښي ګډون کړی وو، د چارواکو په وینا په دغه مظاهرو کې چاته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.
خو دلته هم د مظاهره کوونکو په وینا د پولیسو په ډزو مرګ ژوبله رسیدلې، خو دقیقه شمېره یې نه ده ښودل شوې.
باید وویل شي چي تیره ورځ د قرآن کریم د سوځولو په خلاف شپږمه ورځ وه چي د هیواد په ګوټ ګوټ کې مظاهرو دوام درلود او د هیواد ولس مشر حامد کرزي پرون یو ځل بیا د هیواد والو څخه وغوښتل چي په مظاهرو کې د تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x