نظــر

پردي پالنه او زمونږه کورنۍ کمزورتیا

لیکوال : خوشحال آصفی

لیکوال: خوشحال آصفي
لیکوال: خوشحال آصفي

په تیر دوه سوه کلن لیکلي معاصر تاریخ کې افغانستان د پردي پالنې او ژورې کورنۍ کمزورتیا شاهد و او دی او پایله یې دا ده چې افغانستان بار بار د بیلابیلو نومونو لاندې د ختیځ او لویدیځ د نوي او زاړه ښکیلاک شاهد واوسي او ونه توانیږي چې په خپلو پښو ودریږي. لیرې نه ځو د ښاغلي کرزي د دیارلس کلنې حکومتي دورې کړنې او د ښاغلي غني او عبدالله د سهامي شرکت کړنې ارزوو.

په تیرو دیارلسو کلونو کې د څلویښتو هیوادونو څخه زیاتو هیوادونو په افغانستان کې خپل نظامي او ملکي حضور شتون درلود او په دغه موده کې پر بیلابیلو نومونو سره د سلو ملیاردو ډالرو څخه د ډیرو پیسو مرسته له افغانستان سره وشوه خو په ښکاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وه لاکن په اصل کې زورواکو او چارواکو پرې خپل ځانونه وپړسول. د افغانستان په معاصر تاریخ کې نړیوالې ټولنې له دې هیواد سره دومره مرسته نه وه کړې؛ ولې ددغو ټولو مرستو او کوښښونو سره سره پایله غیر له دفقر حاکمیت او تقویت، د ناامنۍ د ګراف لوړیدل، ناپوهي، بې سوادي، جنایت، خیانت، اخلاقي او اداري فساد، د مخدره توکو کښت؛ تولید او قاچاق، انسان تښتونه، غوړه مالي، ویجاړي، فحشا، بې دیني، د قانون تر پښو لاندې کول، د معافیت فرهنګ دودول او بد اخلاقي څخه بل څه نه شوه. خو پوښتنه دا ده چې دا هر څه ولې، دڅه لپاره او د چا لخوا وشول؟؟؟

ځواب روښانه دی، زمونږه د تش په نامه رهبران پردي پاله ول، وزیر او والي مو د ختیځ او لویدیځ په مشوره ټاکل کیدل چې خپلو بادارانو ته به وفاداره ول خو افغان او افغانستان ته یې ژمنتیا نه درلوده، د بهرنیو هیوادونو تابعیت یې درلود، یو وزیر مو له پاکستانه دفاع کوله او بل یې له ایرانه، یو والي مو د روسي څخه ملاتړ کاوه او بل مو له امریکا څخه. اصلا په ټوله کې افغانستان د سیمې او نړۍ د نیابتي جګړې ډګر ګرځیدلی و او دی. ګڼ شمیر هغه افغانان چې په واک کې ول، د پردیو هیوادونو د ګټو لپاره یې لابي توب او چنې وهلې. ددې ترڅنګ زمونږه ژوره کورنۍ کمزورتیا یعنې د قانون د حاکمیت نه شتون، د زور ویلو فرهنګ، د جهاد څخه ابزاري ګټه اخیستل، مذهبي او قومي ټیکه داري، د ملي ظرفیتونو نه شتون، د ملي او ستراتیژۍ او برنامې نه شتون، د رښتوني متخصصینو نه شتون، د زغم او حوصیلې د فرهنګ نه شتون، د یو او بل د منلو د فرهنګ نه شتون، د مکافاتو او مجازاتو د سیستم نه شتون، د متحدو او  افغان دوسته اشخاصو نه شتون دغه ټول هغه څه دي چې په پایله کې یې هیواد مو د یو ستر سیاسي او اقتصادي ناورین ښکار شو او دغه حالت د ښاغلي غني او عبدالله په سهامي شرکت کې په زورې او قوې ننګونې بدل شو. ددغه شرکت د فعالیت له لومړۍ ورځې یعنې دقیق د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې له اوومې نیټې څخه تر ننه مونږ ددغه حالت شاهد او لیدونکي یو چې هره ورځ دغلته پرديپالنه زور اخلي.

اصلا ګڼ شمیر هغه کسان چې په دغه سهامي شرکت کې شریک دي؛ ځانته افغان نه وایي او په خپل ملي هویت شرمیږي او خجالت اوباسي. د ملت په وینو ځانونه مړوي، دهمدغه ملت په وینو باندې د بلډنګونو او قصرونو خاوندان شول او له همدغه هیواده تنخوا اخلي خو د پاکستان او ایران د ملي ګټو څخه ساتنه کوي، د روسيي او چین له ګټو ساتنه کوي، هغه د پښتو متل په مصداق چې دانه دلته خوري خو هګۍ پردي کره اچوي. چې دا په رښتیا ډير د شرم او خجالت ځاي دی. د سهامي شرکت رهبران مو هم خپلواک او خپل هیواد ملي ګټو ته ژمن نه دي، یو مو پاکستان دوست ګڼي او بل مو هندوستان، یو لویدیځ پال دی او بل هم ختیځ پال، یو مو ایران ته دوست دوست ناری وهي او بل مو عربستان ته خو افغانستان بیچاره بیا نه دوست لري او نه هم کوم مدافعې وکیل. ستونزه دلته ده چې کله هم بهرنیان وینو نو خپل افغاني هویت او افغانیت مو هیریږي او په درې څلو ژبو ورته ښه راغلاست وایو، غوړه مالي یې کوو او تر زنې ورته سر ټيټوو خو خپل افغان ورو ته بیا وحشي، درنده او جاهل وايو. نو تاسې او خدی؛ تاسې قضاوت وکړۍ، دا پردي پالنه نه ده نو څه ده…؟!

کله چې وزیر کیږو او افغان او افغانستان ته دخدمت دعوه هم کوو نو بیا په خپل ځان کې د خپل بیروني تابیعت د لغوه کولو توان نه وینو او نه غواړو چې له دغه تابیعته حتا د خپلو وینو تویدلو په بدل کې هم تیر شو، خو کله چې بیا د څوکۍ او پیسو مساله مطرح کیږي، بیا نو رښتوني افغانان او رښتوني هیوادپاله انسانان له ځانه جوړوو او تر څنګ یې د سپیڅلي جهاد کولو ادعا هم کوو چې د سر په بدل مو جهاد کړی دی.

د واک او قدرت پر سر زمونږ ژور کورني اختلافات، د لوي ملي پلان او ستراتیژۍ نه شتون، د ملي روحیې نه شتون، د ملي مفکورې نه شتون، د مکافاتو او مجازاتو د سیستم نه شتون، پوښتنې او ځواب ویلو د فرهنګ نه شتون، په بیلابیلو پوسټونو کې د خلکو ګمارنې لپاره د ملي میکانیزم نه شتون، د پیاوړي مدیریت نه شتون، د بیارغاونې د پروژو نه شتون خو بر عکس یې د بې باورۍ فضا شتون، د اداري او اخلاقي فساد سره د مبارزې لپاره د قوي سیاسي ارادې نه شتون… او همدا ډول په لسګونو نورې ستونزې هغه څه دي چې د هیواد روان سیاسي حالت له بد نه هم بد تر کړي.

د دغو ستونزو د هواري لپاره جدي اړتیا لیدل کیږي چې لومړی په خپلو منځونو کې سره یو ملت شو. راځۍ د غفلت له دغه اوږده خوبه راویښ شو او جدي مدني مبارزه پيل کړو، له خپلو شخصي، قومي ، مذهبي او سمتي غوښتونو او ګټو څخه تیر شو او ملي ګټو په نظر کې ونیسو، ملي مفکوره رامنځته کړو، خپل دوست او دښمن وپیژنو، په خپلو هیواد او ملي هویت باندې وویاړو، د خپل هیواد او ملي هویت څخه ددفاع په خاطر هر ډول قربانۍ ته چتو شو، پردیو ته غلامي پریږدو او د خپلو ټولو کړنو او څرګندونو بنسټ انسانیت ، عقلانیت اسلامیت او افغانیت وګرځوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x