شعـــــرونه

شهادته

لیکوال: فضل الرحيم بلال

زما زړه او زمــا ځان يـي شـــــهـادته
تر هر څه را باندي ګران يي شهادته

ته زما د ژوند د لاري يو مــشـعل يي
د هر مومن د زړه ارمان يي شهادته

لكه اوښكه د بنړو در پسي مات شم
لا په هيلو كي مي ځوان يي شهادته

لا ځلمي در پسي ګرځي تورو غرو كي
لوړ اوچت لكه اسمان يي شهادته

زما روح دا ستا په غيږه كي رب واخله
راته محبوب لكه جانان يي شهادته

چا ته تريخ او چا ته خوږ يي بختوره
د بلال د زړه درمان يي شـــــهادته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x