ټولنیزه برخه

ژوندي ز ړونه!

لیکوال: حکیمي

د ژوند په معیاري پوله دریدل هله شوني دي ، چې د ژوند متضاد اړخو نه هم ومنو.

یو کس ته مې وویل چې که موږ ژوندي نه وای، د ژوند کلمه به چا استعمالوله؛ نو دا چې د ژوند کلمه د ژوندیو له خولې څخه اوریدل کیږي ؛ نو مرګ ولې نه راپه زړه کوو ، تا بیا ولې نه ورته نیسو ؟ سفر ولې دسفر په مفهوم نه پېژنو؟

د درک خاوندان په پورتنیو پوښتنو کې شېبه پر شېبه ځان ویني ، وګړي دضلالت نه د سبیل الله په لور رهبري کوي ، په خلکو باندې د ځان منلو په پار د فکري انحصار څخه کار نه اخلي ، خدای ورکړې ژبه په نامانوسو کلمو نه ښوروي ، ټولنې ته د اسلامي ارزښتونو تر سیوري لاندې د هدایت افاقي پیغامونه پرېږدي.

که په سیمه او ټولنه کې وګورو ډېری وګړي د ژوندیو پېښې کوي خو ژوندي نه وي، یوازې په دې پوهیږي چې ساه راکې چلیږي خو دا درک نه کوي چې ساه مې پر ساه څوک سپاري ، درک هغه حسي قوه ده چې د پنځو ګونو قوو پر مټ په جسمونو واردیږي ، نو که څوک درک ونه لري هغه که په ځان د ړوند ، کوڼ ، ګونګ نوم کیږدي بده به نه وي .

میړني به دا نه وي چې یوازې په ژوند کې د مثبتو خبرو په اوریدو غوږونه څک کړي میړني به هغه وي چې د مثبتو خبرو د اوریدو سربیره د بل په منفي خبرو کې هم د بریا راز ولټوي ځکه په طبیعت کې ډېری شیان په خپلو متضادو اړخونو پېژنو مثلا: که شپه نه وای د ورځې په مفهوم به چا پوهولو همدا د شپې برکت دی چې پر موږ یې روښانه ورځ پېژندلې افسوس د هغه چا په حال چې نه په ځان د انتقاد زغم لري او نه په نورو د رغښتي انتقاد زړه کولای شي .

که نور نه وي د الهي فرمودې نه د حیا ور شي چې په نه منلو سره انسان د تا ترین کندې ته يې غورځوي ژباړه : (( شئ تاسې یوه ډله چې خلکو ته په نیکی امر کوئ او له بدیو څخه یې وژغورئ نو تاسې به کامیات او بریمن وئ )).

راځئ ! چې ژوند د ژوندیو په څیر وکړو ، ژوند د حقیقت نوم وبولو ، ژوند هغه الهو وبولو چې مور په کوچني والي راته ویلي ، ژوند هغه درنجو الف وګڼو چې مور به په تندي راکښلو ، ژوند هغه شېبه وبولو چې په کې ژوندي شوي یو ، ژوند هغه چینه وبولو چې د ټکنده غرمو لارویان اوبه ترې څښي ، ژوند هغه وږمه وبولو چې عادله په ټول طبیعت خوریږي دغریب او پاچا پروا نه نه لري ، په دواړو باندې په یو وخت کې خپل خواږه پرېږدي ژوند د رحمان بابا دا بیت وګڼو چې وايي :

ځان ژوندی په ځمکه خښ کړه لکه تخم – که لویې غواړې د خاورې په مثال شه

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x