افغانستان

مرکز دي هلمند ته ژر تر ژر په کار پوه والي معرفي کړي – د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز

نن يکشنبې په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ په مرکز کي مدني فعالينو د یوه رسنیز کارنفرانس په ترڅ کي  د مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چي په هلمند کي د ولايت سرپرستي پايته ورسوي او  هلمند ته بايد ژر تر ژره مدير او په کار پوه والي په رسمي ډول معرفي کړي.  په دې اړه په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز مشر فرهاد داوري زیاته کړه  “د هلمند حالت ورځ تر بلي د خرابيدو په حالت کي دی، د هلمند د سرپرست والي لخوا د هلمند ولايت حالت نسي کابو کېدای، ورځ تر بلي جګړه زياتيږي، فساد ډېريږي او د مځکو مافيا ځواکمنه کېږي “د مدني ټولنو د همږغۍ د مرکز لخوا پر مرکزي دولت ږغ وسو چي ژر تر ژره نوی او په کار پوه والي معرفي کړي.

دوي دا هم وویل کچیري هلمند ته تکړه کس معرفي نسو نو مدني فعالان به یې هلمند ته د راتګ مخه ونیسي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x