کندهار: پولیسو یو تن ټکسي چلوونکی په ډزو وژلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي۲۷مه ۱۳۹۴ل): نن سهار په کندهار کې د جنرال رازق وسلوالو پولیسو په ولسي وګړو ډزې کړي او یو تن ټکسي چلوونکی یې وژلی دی. دغه پیښه د کندهار ښار صرافۍ مارکیټ ته څېرمه رامینځ شوې.

د کندهار امنیتي چارواکي پیښه تاییدوي او ادعا کوي چې پولیسو وژل شوي ټکسي چلوونکي ته د درېدو امر وکړ خو نوموړی نه وه دریدلی، نو ځکه یې وواژه.

خو عیني شاهدان وايي چې پولیسو د یو چارواکي، چې له سیمې د تېریدو په حال کې وه، د امنیت په موخه له لارو او سړکونو څخه ټکسي موټر او لاسي ګاډي شړل، کله چې پولیسو نوموړي ټکسي چلوونکي ته د حرکت امر وکړ نوموړي د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ونه شوای کولای سمدستي د پولیسو دغه امر تعمیل او حرکت وکړي، نو پولیسو پرې د ټوپک شپیلۍ ورواړوله.

پولیسو تر قتل وروسته د ټکسي چلوونکي مړی د کندهار میرویس روغتون ته لیږدولی.

د روغتون ډاکټران وايي چې د وژل شوي ټکسي چلوونکي مړی دا مهال د روغتون په سړو خونو کې د هویت د تثبیت په انتظار پروت دی او تر اوسه یې کورنۍ او خپلوان معلوم نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې د کندهار د پولیسو مشر جنرال رازق یو «وحشي» او د بشر ضد کړنو تورن کس بللی وه، او ویلي یې وه چې بهرني عسکر دغه ډول ظلمونه د خپل شتون او بريا مهم راز بولي او په دې برخه کې د جنرال رازق کلک ملاتړ کوي.

نوموړې ورځپاڼې د بشري حقونو د راپور په استناد زیاته کړې وه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په پيل کې جنرال رازق او ګڼو نورو قوماندانانو ته په خلاص مټ د هر ډول بشرضد کړنو اجازه ورکړې وه.

د کندهار خلکو تر دې وړاندې هم د پولیسو له ناوړه چلند، بې ځایه ډبولو، ګواښلو او ځورولو شکایت کړی وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د