افغانستان

طورخم: یوه افغاني اشپز پنځه تنه امریکايي عسکر په زهرو وژلي

torkham-borderنن ټکی آسیا: د پاکستان پولي ته نیژدې د طورخم په ښارکې د امریکایانو په قرارګاه کې دننه یوه اشپز د امریکايي عسکرو په خوراک کې زهر اچولي، چي له کبله یې د طالبانو په وینا ۵ تنه بهرني عسکر وژل شوي، او یو شمېر نور مسموم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ ماسپښين د ننګرهار ولایت د طورخم په سیمه کې یوه افغاني اشپز په خوراک کې د زهرو په ګډولو سره پنځه تنه بهرني عسکر ووژل او یو شمېر یې نور مسموم کړل.

نومړي ویلي چي دغه پيښه د امریکايي عسکرو له خوا د اسماني کتاب قرآن کریم د سوزولو په انتقام کې د یوه افغاني اشپز له خوا را منځته شوې، او دغه اشپز د بریالیتوب سره د مرکز څخه تښتیدلی، او د طالبانو سره یو ځای شوی دی، چي هغو هم په خپل وار سره د هغه ښه استقبال کړی، او مصئون ځای ته یې بېولی دی.

طالب ویاند پر نورو  هغو افغانانو هم ږغ کړی چي د امریکایانو سره کار کوي، چي خپل د ایماني جذبې له مخي په دغسي کړنو لاس پوري کړې، او د امریکایانو څخه د قرآن کریم او د نورو مقدساتو ته د سپکاوی په خاطر انتقام واخلي.

په ختیځ کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر مسئولینو ویلي چي دوی د پيښي په اړه تحقیقات پیل کړي دي، خو ویلي چي داسي یو مرګ ژوبله نه ده را منځته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x