
کابل: د ملي اردو چورلکه نسکوره شوې
نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي۲۷مه ۱۳۹۴ل): کابل کې د ملي اردو چورلکه پرېوتې او دوه پيلوټان يې ټپيان شوي دي. د دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري رسنيو ته د لېږل شوې خبر پاڼې په ترڅ کې څرګنده کړې، چې د ملي اردو چورلکه د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې د نظامي تمرين پر مهال نسکوره شوې، چې له امله يې دوه پيلوټان هم ټپيان شوي دي.
ويل کيږي، چې چورلکه نن ماسپښين دوې بجې د خاک جبار ولسوالۍ چنار کلي کې پرېوتې او ځايي خلک وايي، چې دوی په خپلو سترګو چورلکه وليده، چې چنار کلي کې راپروېوته. د وزيري په وينا دواړه پيلوټان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودلی.
دا لا نه ده جوته چې رښتیا هم چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله نسکوره شوې کنه.
سلام. از شما یک سوال دارم وقتی که از طالب ها دفاع میکنید و میگویید که مجاهد هستن در حالیکه مانند اردوی ملی هم امریکا و اگلیس طالب ها را حمایت میکنند درینصورت کدام یک بر حق است؟