افغانستان

د سولې شورا: طالبانو ته دې سیاسي دفتر پرانیستل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم طالبانو په ۲۰۱۳م کال کې د قطر په خلیجي هېواد کې خپل سیاسي دفتر پرانیست؛ خو د وخت د افغان ولسمشر حامد کرزي له مخالفت وروسته، دفتر وتړل شو. خو د باوري سرچینو په وینا، طالب استازي لا هم په قطر کې خپل دیپلوماتیک فعالیتونه لري. د طالبانو قطرمېشتي سیاسي استازو له دغه هېواد څخه چاپان، فرانسې او چین ته سفرونه هم کړي وو.

دا ښايي لومړی ځل وي چې د سولې شورا ویاند، شهزاده شاهد د طالبانو د سیاسي دفتر د بیاپرانیستلو غوښتنه کوي. شاهد وايي، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو نومونو لرې کول د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي.

شهزاده شاهد نن له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا کړې چې د سولې عالي شورا له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې له تور لېست څخه دې د طالب مشرانو د نومونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.

شاهد ویلي چې د سولې خبرو په موخه دې طالبانو ته یو دفتر هم پرانیستل شي.

طالبانو له افغان حکومت او د حکومت له سولې شورا سره مخامخ خبرې اترې رد کړي دي. طالبان غواړي لومړی د افغانستان د اشغال په تړاو له امریکایانو سره نېغې خبرې وکړي. د طالبانو په باور، د افغانستان کړکېچ کې د ستونزې اړخ امریکایان دي، دوی افغان حکومت بې واکه بولي.

شاهد زیاتوي، که دغه دفتر افغانستان کې پرانیستل شي «بهتره ده». مګر دوی ټینګار نه کوي چې حتمي دې افغانستان کې دننه پرانیستل شي.

د غويي پر ۱۲مه، په قطر کې د پګواش په نامه کاناډايي موسسې د «افغان ډیالوګ» تر سرلیک لاندې یوه دوه ورځنۍ ناسته رابللې وه. په دغې ناسته کې د سولې شورا او حزب اسلامي پر غړو سربېره د طالبانو د قطر دفتر اته تنو غړو هم ګډون کړی و. طالبانو د پګواش په غونډه کې طالبانو د سیاسي دفتر بیاپرانیستل غوښتي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x