افغانستانخبرونه

د کورنیو چارو وزیر د طالبانو پر ضد جګړه کې له ګاونډیو هېوادونو مرسته وغوښته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي نن چین ته د سفر پر مهال د طالبانو پر ضد په روانه جګړه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه مرسته وغوښته. علومي له هغې وروسته مرستې غوښتلو ته اړ شوی، چې د طالبانو سږنو عملیاتو کې د هېواد په شمال کې پراخې سیمې نیولي دي.

طالبانو د روانې غوايي میاشتې په څلورمه نېټه د «عزم» په نامه پسرلنې عملیات اعلان کړل. نورالحق علومي ادعا کوي، چې طالبان هڅه کوي د هېواد په شمال کې یو قوي نظامي مرکز جوړ کړي.

د کورنیو چارو وزیر له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتي چې افغانستان سره د امنیت په ټینګښت او د سولې په راوستو کې مرسته وکړي. علومي ټینګار کړی، چې افغانستان کې جګړه ګډو همکاریو ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو وزیر له هغې وروسته چین ته سفر کوي، چې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی. علومي له چین څخه د افغانستان د پولیسو د تجهیز غوښتنه هم کړې ده.

نورالحق علومي په ټینګار سره د سیمې له هېوادونو څخه غواړي چې له ګډ حکومت سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي. د کورنیو چارو وزیر په باور په افغانستان کې جنګېدونکي له بیرون څخه راوستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې ده چې د طالبانو تر څنګ د درې زرو شاوخوا بهرنیان هم جنګېږي. خو نورالحق علومي په دې باب کوم سند وړاندې نه کړ. افغان طالبانو په خپلو لیکو کې د بهرنیانو شتون رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په بدخشان کې د خپلو بریاوو په اړه یو مفصل فلم خپور کړ، چې ښيي ځايي اوسېدونکي د افغان امنیتي ځواکونو پوستې له منځه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x