افغانستانخبرونه

حکومت غیرمسووله وسله‌والې ډلې فعالوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): له هغې وروسته چې طالبانو وکولای شول چې د خپلو عملیاتو ساحه د هېواد شمال ته پراخه کړي، وتوانېدل چې د بدخشان، کندز، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې ځینې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي. د طالبانو د سږنیو عملیاتو له پیل راهیسې چې میاشت لا نه کېږي، حکومتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي دي. تېره میاشت د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د لسګونو ځواکونو وژلو خبر د افغان ځواکونو پر وړتیاوو شکونه زیات کړل.

اوس ګډ حکومت د طالبانو د ځپلو لپاره په ځینو سیمو کې غیرمسووله وسله‌والو ډلو ته وسلې وېشلي. د ولسي جرګې غړی بشیر احمد ته ینج وايي: «حکومت له هغو کسانو غوښتي د طالبانو پر ضد وجنګېږي، چې پخوا یې وسلې لرلې».


د ولسي جرګې غړي پر دې باور دي چې د وسلو دغسې وېش نه شي کولای مثبتې پایلې ولري. بل خوا بیا د کورنیو او دفاع وزارتونه غیرمسووله کسانو ته د وسلو وېش ردوي. د کورنیو چارو وزیر وايي: «زه دا خبره چې ګواکې د کورنیو چارو وزارت غیرمسووله کسانو ته وسلې وېشلي، ردوم. دا خبره سمه نه ده ».


سره له دې چې د جګړو له پراختیا وروسته په ۲۰۰۹ م کال کې افغان حکومت د اربکیانو قومي ملېشې رامنځ ته کړې. مګر د جګړې په ډګر یې کومه مثبته اغېز ونه لرلای شوه. د وسلو له وېش څخه دا وېره رامنځ ته کېږي، چې غیرمسووله کسانو ته به وسلې په لاس ورشي او د خپلو شخصو ګټو لپاره به یې کاروي.


سره له دې چې ادعا کېږي، چې ناټو افغانستان ته د ۳۵۰زرو شاوخوا وسله‌وال ځواکونه روزلي دي؛ خو لا هم حکومت غیرمسووله وسله‌والو ډلو فعالولو ته اړتیا ویني. د یادولو وړ ده، چې د سیګار په وروستي راپور کې د افغان ځواکونو له لیکو څخه د جنګیالیو د تېښتې په تړاو اندېښمنوونکې شمېرې خپرې شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x