سعودي عربستان له پاکستان څخه اټومي وسلې رانیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۲۸مه ۱۳۹۴ل): د سنډي ټایم په نامه یوې برطانوي ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره خبر ور کړی چې سعودي عربستان له پاکستان څخه اټومي وسلې رانیسي.

دغې ورځپاڼې لیکلي چي سعودي عربستان د یوې ستراتیژيکي پریکړې له مخې هوډ کړی چې له پاکستان څخه به اټومي وسلي خریداري کوي.

سعودي عربستان چي له تیرو دریو لسیزو څخه یې د پاکستان د اټومي پروګرام مالي مرسته کوله په داسې وخت کې له پاکستان څخه د اټومي وسلو د خریدارۍ خبرې کوي چي د ایران او امریکي نژدي والی د دغه حکومت په شمول د ځینو نورو خلیجي هیوادونو سخته غوسه را پارولې ده.

سعودي عربستان ویره لري چي دامریکي او ایران ترمنځ کیدونکی تړون به ایران ته لاره هواره کړي ترڅو اټومي سرګلولې تر لاسه کړي.

د چارو شنونکي وایي که سعودي عربستان د اټومي وسلو د ترلاسه کولو کوښښ وکړي کیدای شي چي ورپسي مصر او ترکیه هم میدان ته را ودانګي ترڅو د دغه هیواد په څېر دوی هم اټومي وسلي تر لاسه کړي چې له کبله به یې د سیمي په هیوادونو کې یو ځل د ډول ډول وسلو تر لاسه کولو مسابقه پیل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د