نړۍ

عراق: رمادي ښار په بشپړ ډول د «اسلامي دولت» ډلې لاس ته ورغلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه ۱۳۹۴ل): د عراق د غربي ولایت الانبار مرکز الرمادي ښار کې له تیرو درو ورځو راهیسي درنې جګړې پيل شوي، چې په ترڅ کې دغه ولایت په بشپړه توګه د «اسلامي دولت» د جنګیالیو لاس ته ورغلی.

د «اسلامي دولت» ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د الرمادي ښار ټولي سیمې له مقاومت کوونکو څخه پاکې کړې او ښار یې تر خپلي ولکې لاندي راوستلی.

بل خوا د الانبار ولایت د حکومت پلوي والي ویاند صهیب الراوي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې اوس هم د ښار په ځینو سیمو کې جګړه روانه ده.

ویاند زیاته کړې ده چې د تیرو دوو ورځو په جګړو کې تر ۵۰۰ زیات فوځي او ملکي وګړي وژل شوي دي.

الرمادي ښار له بغداد څخه د غرب خواته په ۱۰۰ کیلو مترۍ کې پروت یو لوی ښار دی، چې د عراق د غربي ولایت الانبار مرکز بلل کیږي.

«اسلامي دولت» ډلې چې په عراق کې د نینوی ولایت مرکز موصل ښار یې له مخکې نیولی، دا دوهم لوی ښار په داسي وخت کې نیسي چې لا هم د امریکا په مشرۍ غربي او عربي ایتلافیان د هغوی پر مراکزو او جنګي کتارونو بمبارونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
F-SAIF

للہ الحمد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x