څو نوي انکشافات او لنډې تبصرې
شړۍ مې نه پریږدي !!
په افغانستان کې دامریکا سفیر راین کراکر پرون له سي این این تیلویزوني چینل سره په مرکه کې ، په افغانستان کې امریکایي بوختیا دپخوا هرکله په نسبت په بل ډول توجیه کړې ده ، نوموړي داسې ښوولې لکه امریکاچې بې له شکه دسریښو په ډنډ کې غوپه وي ، چې نه پرشا اونه دپرمخ تلو مجال لري .
کراکر ویلي ، که په افغانستان کې اوس موږ جګړه بس کوو ، طالبان یې نه بس کوي ، دیوه مطرح امریکایي چارواکي په توګه که دکراکر دا خبره له لس کاله وړاندې امریکایي دریځ سره پرتله کړو ، نو سړي ته هغه یوه ولسي کیسه وریادوي .
وایي یوځای سیلاب راغلی وو څو تنه یې په غاړه روان وو دیوه نظر داوبو په منځ کې په یوه تور شي ولګېده ، نورو ته یې وویل چې هغه ده سیلاب شړۍ را اخیستې غواړم چې راویې نیسم ، اوبو ته یې ورټوپ کړل ، کله چې خواته ورغی ګوري چې هغه شړۍ نه بلکې اوبوراخیستی دغره زمری دی ، کله چې ورنږدې شو، نو زمري پرې حمله کړه او ټینګ یې راګیر کړ ، سړی له زمري سره په جنجال ډیر ځنډمن شو ، خو ځان یې ترې نه شو خلاصولی ، ملګري یې چې داوبو په غاړه ورسره روان دي ، ورته وایي راځه پریږده چې شړۍ را کښلی نه شې تېر له دې ګټې ، خو لامبوزن ځوان ځواب ورکوي ، په ماکې ګرمه نه شته ، زه خو یې پریږدم خو شړۍ مې نه پریږدي !!
ما چه میګیم دمبوره ای اوباما چه میګه
باید ووایو چې د اوباما له دمبورې نه مراد دلته دامریکا دخارجه چارو هرکاره هیلري کلنټن ده ، چې پرون دکراکر په چم دې هم یوه نادره توغولې ده .
په افغانستان کې دافغانانو د ( مؤمن به ) کتاب قرانکریم دبي حرمتۍ په خلاف سختې مظاهرې رواني دي ، چې تقریبا یوه سرتاسري اولسي پاڅون ته پاته کیږي ، عام اولس ، طالبان او حتی دکابل پارلمانیان ټول د هیجان ترپولې په احساساتو کې دي ، او په خپل حق کې دشوي تیري حساب غواړي ، خو هیلري کلنټن له مراکش څخه فرمان صادروي ، چې ( په افغانستان کې مظاهرې (( باید )) پای ته ورسول شي )
نه پوهیږو ، امریکایان د ( باید ) په معنی نه پوهیږي اوکه داستعمال مورد یې ترې ورک دی ، چې ځای بې ځایه یې له خولې راوباسي ، آبله ورځ چې په داخله وزارت کې څو امریکایان ضربه شول ، هم دامریکا دفاع وزیر وویل ( داراته دمنلو نه دي او نباید(!) داسې وشي )
کلنټن ته به ووایو ، چې آغلې افغانستان ( افغانستان ) دی ، مراکش نه دی چې دومره یې سرنوشت ستاسو په ( باید او نباید )کې را ایسار وي ، اوسني حالات ایجابوي ،چې نور افغانان لږ له سره وپیژنئ ، له باطني دوک او درد نه یې خبر شئ ، او احساساتو ته یې درناوی وکړئ ، داسې کبرجن او لیوني اظهارات پرته له دې چې ستاسو لودګي په اثبات ورسوي ، دافغانانو په خپلواک دریځ او پاڅو ن هیڅ اغیز هم نه شي ښندلی ، دمظاهرو دپای ته رسولو په اړه ستاسو په ( باید ) دمزین فرمان په غبرګون کې ښایي افغانان ووایي چې : آغلې ! زه درنه پوزه پریکوم او ته رانه پیزوان غواړې !!!
خپله او پردۍ یا سپکه او درنه وینه
استاد شپون چې اکثره وخت یې لیکنې ګپ شپ وي ، مګر کله بیا ډیر فلسفیانه غږیږي ، یو وخت یې ویلي وو ( وینه که دهرچا وي سره او درنه ده ) ښایي شپون به دا قضاوت د ( هیومن رایټس واچ ) له دریځه کړی وي ، خو په حقیقت کې په وینه کې هم خپله او پردۍ شته ، چې له همدې ځایه دپردیو تجاوزګرو وینه دخپلو هیوادوالو په نسبت سپکه تلل کیدای شي .
خو نن سبا چې له ځمکې او اسمان پرته هرڅه سرچپه شوي دي ، دغه معادله هم معکوسه بریښي ، په تیرو څو ورځو کې دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دافغانانو په مظاهرو کې دکابل رژیم دپولیسو په ډزو نږدې ۵۰ تنه افغانان شهیدان شوی او سلګونه نور ټپیان شوي دي ، ددې افغانانو دوینو په تویېدلو باندې چې عاملین یې دکابل چارواکي دي ، تراوسه هیڅ یوه چارواکي هم نه بښنه غوښتې او نه یې پرې عادي تبصره کړې ده .
خوڅو ورځې وړاندې چې په داخله وزارت کې امریکایي سلاکاران ووژل شول ، دکرزي ددفاع وزیر عبدالرحیم وردګ سمدستي واشنګټن ته تیلفون وکړ ، ددې امریکایانو دوینې په تویدلو یې ژوره خواشني څرګنده کړه ، دهغوی وینې یې د افغانستان لپاره ډیرې ( درنې او قیمتي ) وبللې او له امریکایانو بښنه وغوښته چې دا وینې تویې شوې .
له دې دوګانه برخورد څخه افغانان په اسانه فهمولی شي ، چې د ارګ دوکدارانو په تله کې دچاوینې درنې او دچا سپکې دي !!!
زخمي افغان