نظــر

په مصر کې د (۱۹۶۶م) ظلمونه بیا تکراریږي

لیکوال: باعث قطب

له نن نه ۴۹ کاله مخې د اخوان المسلمین چې د نړۍ په کچه یوازینی اسلامي تحریک بلل کیده او هدف یې په ټوله نړۍ د اِلاهي نظام تعمیم او قیام وو او د حسن البنا (رح) لخوا پر مخ وړل کېده… ډېری د سر غړي او جید علما او وتلي مبارزین په اعدام محکوم شول او په شهادت ورسېدل چې په هغه کې د اسلامي نړۍ ستر مفکر او د اسلامي ادب بنسټګر شهید سید قطب (رح) او محمد حواش او عبدالفتاح اسمعیل (رح) هم شامل وو چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یوه لویه غمیزه وه او اسلامي نړۍ د عملي ډګر په میدان کې لوی ــ لوی شخصیتونه او څټې له لاسه ورکړې وې.

بعد له هغې ورځې چې اخواني تحریک وټکول شو د اخوان په عمومي استراتېژۍ کې تغیر راغی او له تشدد څخه نا هیلي او د عدم تشدد لاره یې غوره کړه چې په دې سره نوموړی تحریک په څو ډلو او تګلارو تجزیه شو چې ځینو یې د عملي جهاد لاره غوره کړه چې منتج پر دې؛ القاعده منځ ته راغله او ځینو نورو یې له تشدد او وسلوال جهاد او مبارزې څخه مخ واړاوو او په مصلح ډول را څرګند شول او د ملي ګرایي نظرېې او جمهوري نظام په چوکاټ کې قدرت ته د رسیدو په تکل کې شول چې تر اوسه هم په همدې پالیسۍ روان دي او هاغه لومړۍ اسلامي پالیسۍ یې شاته وغورزوله چې د نړۍ په کچه د واحد ملت او دولت د خلافت په نوم منځ ته راشي…

نن یو ځل بیا هغه حالت تکراریږي او رهبر (مرشد عام) او ورسره په لسګونو مشران چې د اخوان د واک د وخت ولس مشر محمد مُرسي هم پکې شامل دی په اعدام محکوم شوي.

دادی په مصلح ډول او د تشدد په نشتون کې قدرت رسیدل یې هم پس له ۴۹ کالو تجربه کړل او ویې لیدل چې ددې نړۍ د جاهلیت په تقابل کې غیر له اسلامي مسیر او چوکاټ څخه په بل ډول اسلامي نظام نشي راتلای او اسلامي قوانین نشي پلي کېدای، ځکه یو څوک که د یو فکري مکتب د راتلو په تکل کې وي ــ پداسې حال کې چې پر حقانیت یې پوره مطمئن وي ــ نشي کېدای چې د بل فکري مکتب په مرسته ځان نوموړي نظام ته ورسوي… نو دوی د جمهوري نظام تر چتر لاندې غوښتل چې اسلامي نظام پلی شي او په مصر (نه ټوله نړۍ) قرآني نظام راشي!!!

نن لویدیځ، مسلمه امت پرداسې سیاسي پولو وېشلی دی چې وکړای شي په هره ګړۍ کې پرې خپل راج وچلوي او په مرور د زمان سره وکړای شي یو ــ یو په خپلو وینه زبېښونکو داړو وشلوي او وداړي او یوه نړیوال وحدت ته یې پرې نګدې او پر همدې مصنوعي پولو کې یې د جمهوري نظام په محوطه کې ایسار وساتي او پر مظلوم ملت یې زړه سوای ته پرې نګدي او یوازې خپلې ملي ګټې په اولویت کې ولري او ټول کار په وطن او محاط سرحد پورې محدود کړي…

اخوان المسلمین هم د همدې پالیسۍ په خپلولو سره غوښتل چې قدرت ته ځان ورسوي خو په نتیجه کې یې دا ولیدل چې دا له اسلام سره په ټکر کې پالیسي حېڅکه نشي کولی د اسلامي نظام د اقتدا لپاره ګټور ثابت شي ځکه اسلام یو نړیوال دین دی او په دارالاسلام پورې اړه لري او دولت یې خلافت او وطن یې دارالاسلام وي نه پر سیاسي مصلحتونو تحمیلي پولې چې د اسلام روح سره په ټکر کې قرار لري…

هلته چې اخوان المسلمین په حق ډول مبارزه کړله او د نړۍ ټول مخلوق ته یې د یو چطر لاندې اسلامي نظام هیله درلوده؛ په ډېرو اسلامي خاورو کې یې غړي درلودل او د نړۍ په کچه یې هواداران او غوښتونکي لرل اما اوس يې چې پالیسي پر جمهوریت ولاړه ده؛ حتی په جزیرة العرب کې هم چندان نفوذ او هواداران نلري ــ پاتې په نورو ځایونو کې ــ همدا د اسلام عزت دی چې ترې برخمن وو اما اوس یې ورځ تربله حالت د کړکېچ خواته روان دی او دوی د هغو اسلامي تحریکونو او جماعتونو لپاره يوه ښه بېلګه شوه چې اسلامي مبارزه کوي…

خو سره له دې؛ پر موږ مسلمه امت لازمي دي تر څو پر دې ګړۍ کې هرهغه څوک چې د اسلام لپاره یوه ډبره هم واروي او یو قدم هم پورته کوي؛ موږ یې باید هراړخیز حمایت وکړو او په ګټات یې غږ پورته کړو او تر نهایي کوښښه ترې حمایت اعلان کړو.
نن د محمد مرسي پر اعدام محکومیت ټول اسلامي امت ته لکه د فلسطین یو بل ناورین ده چې بیا مو اسلام پال وګړي د دیکتاتورۍ تر اظلامو لاندې په ډېره بې رحمانه توګه قتل او تر تور لاندې نیول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x