افغانستان

د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو واشنګټن ته خپل سفر ځنډولی

defence-and-interior-ministers-of-afghanistanنن ټکی آسیا: د امریکا وزارت دفاع اعلان کړی چي د افغانستان وزیر دفاع اود کورنیو چارو وزیر امریکا ته خپل سفر ځنډولی.
د وزارت دفاع پنټاګون له خوا ویل شوي چي د امریکا وزیر دفاع لیون پانیتا پوهیږي چي ولي افغاني وزیرانو واشنګټن ته په نیژدې راتلونکي کې خپل سفر ځنډولی.
باید وویل شي چي د افغانستان دغه دواړو وزیرانو غوښتل چي په راتلونکې اونۍ کې امریکا ته سفر وکړي، او هلته د امریکا د وزیر دفاع لیون پانیتا او نورو چارواکو سره له نیژدې وګوري، خو د بګرام په هوايي اډې کې د امریکایانو له خوا د قرآن کریم د سوځوني په خلاف را پاریدلو مظاهرو هغوی دې ته اړ کړه چي خپل دغه سفر وځنډوي، او په هیواد کې دننه دامنیت وضعیت وڅاري، او کنټرول یې کړي.

د امریکا وزارت دفاع ویاند جورج لیټل په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي د افغانستان چارواکي چي وزیر دفاع او د کورنیو چارو وزیر هم په کښي شامل دی، په روانه اونۍ کې د افغانستان د حکومت او مذهبي مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي، تر څو د ایساف د عسکرو د خوندي کولو او تاوتریخوالي د ختمولو پر لارو چارو غور وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چي پانیتا هیله لري چي په نیژدې راتلونکي کې دغه چارواکي میلمانه کړي، او ورسره په واشنګټن کي ملاقات وکړي.
د یادوني وړ ده چي د تیري شنبې په ورځ د کورنیو چاورو وزارت په ودانۍ کې دننه دوه امریکايي لوړ رتبه مشاورین ووژل شول، چي د هغه وروسته ناټو خپل ټول مشاورین د افغاني وزارتو څخه و ایستل، او نن بیا د طورخم په یوه فوځي مرکز کې د اشپز له خوا امریکایان مسموم شول، چي له کبله يې د طالبانو په وینا پنځه تنه بهرني عسکر ووژل شول او څو نور سخت بیخوده شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x