ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې – یوولسمه برخه

حامد افغان

علمي انصاف

امام علي بن المديني (161م/234م) رحمه الله د حدیثو مشهور عالم و په ځانګړې توګه د جرح او تعدیل او نورو حدیثي علومو لوی ماهر و، یو وخت چا پوښتنه ورنه وکړه چې ستاسو پلار (عبد الله بن جعفر) د حدیثو د روایت په برخه کې د باور وړ دی او که کمزوری؟ ده ورته وویل: دا پوښتنه له بل چا وکړه، هغوی وویل اوس مو له تا پوښتنه وکړه، ده لیږ ځنډ سر ښکته واچوه او بیا یې وویل: دا خو د دین په اړه پوښتنه ده، زما پلار د حدیثو په روایت کې کمزوری دی.

په خلکو څه شوي دي؟!

عمر بن الخطاب رضي الله عنه له بیت المال نه خلکو ته مالونه ورویشل، یوه سړي ورته وویل: یا امیر المؤمنین! الله دي ښه بدله درکړي، عمر خپلو ملګرو ته وویل: په دې خلکو څه چل شوی دی موږ یې خپل حق ورکوو دوی فکر کوي لکه موږ چې ښېګڼه ورسره کوو؟!

بې ګټي پښیماني

کله چې جهنم ته ننوت (العیاذ بالله) هلته یې د دنیا یو ملګری هم ونه لید، ځکه هغوی ټولو د ده له مرګ وروسته توبه ایستلې وه..

اوسپنیزه افغانۍ

د سختي ویري په حالت کې روغتون ته ننوتله، ډاکټر ته یې وویل: هله ژر کوه ډاکټر صیب زوی مې اوسپنیزه افغانۍ تیره کړې ده ويریږم مړ یې نه کړي، ډاکټر ورته وویل: د اندیښنې خبره نه ده مه ويریږه، داسي خلک شته چې په ملینونو افغانۍ یې تیري کړې دي خو رک روغ ګرځي.

دریم ځل موکه

ولسمشر خپل ځانګړي ساتونکي ته: زما ډریور بدل کړه

ساتونکی: ولې صیب څه وجه ده؟

ولسمشر: ډېر بې سوره دی، دوه ځله یې نږدې وژلی وم

ساتونکی: څنګه مو خوښه ده صیب د دریم ځل له پاره موکه ورنه کړو؟.

د سیکولر خاتمه

د سیکولر اشنا یوه ملګري ته په یوه چانس کې دوه ملیونه ډالر ګټه ختلې وه، فکر یې وکړ که د دومره لویي ګټې زیری پرې وکړم هسي نه زړګی یې کار پریږدي باید یوه طریقه ورته جوړه کړم، کله یې چې ولید ورته ویې ویل: یوه پخه وعده درنه اخلم، مثلاً په یوه چانس کې دوه ملیونه ډالر درته وختل ماته به څومره په کې راکوې؟ ملګري یې ورته وویل: لیکلی اقرار درکوم چې یو ملیون به ستا وي، د ملګري په دې کره وعده سره د سیکولر غریب زړه ودرید او د خسر الدنیا والاخرة توري کندي ته ښکته شو.

توبه

کله چې جهنم ته ننوت (العیاذ بالله) هلته یې د دنیا یو ملګری هم ونه لید، ځکه هغوی ټولو د ده له مرګ وروسته توبه ایستلې وه..

سپېڅلې ماشومانه سخا

د کوچنۍ لور لاسونو کې یې دوه مڼې وې، مور یې په موسکا ښکللې څیره او له میني ډکه لهجه ورته وویل: لورکۍ! ګوره یوه مڼه به ما ته راکوې؟ هغې ژر په یوه مڼه خوله ولګوله سمدستي یې په بله هم خوله ولګوله! له دواړو یې یو یو خپ وکړ، د مور موسکۍ څیره یې د ناخوښي ګونځو ونیوله، او چوپ پاته شوه، لورکۍ یې د حالت بدلون احساس کړ، وروستی خپ یې لا شخونداوه مور ته یې یوه مڼه ونیوله او ورته ویې ویل: آواخله! دا مڼه تر هغې بلې خوږه ده ..! .

غم او ښادي

بخيل ته خپل زوی وویل: پلار جانه! له غمه وروسته سمدستي ښادي څنګه وي؟ هغه ورته وویل: چې د غرمې ډوډۍ په مهال ميلمه درته راشي او بیا درته ووایي چې روژه مې ده.

سپېره!

میړه یې قاضي ته وویل: زما په میرمن کې نور هیڅ عیب نشته، یواځي یو دروند عیب یې دا دی چې بدمرغه او سپېره ده، دا سپېره ټنډې چې زما کره راغلي ښه ورځ مو نه ده لیدلې. له دې وروسته یې د کور، کورنۍ او نوري ګڼ شمیر بدمرغۍ په پرلپسې توګه بیان کړې او زیاته یې کړه: د دې سپېرې له لاسه دا پرون له وظیفې هم وشړل شوم او له دې وروسته دا د بدمرغي ګوډی کور کې نه شم ساتلی. ميرمني یې په ډېر تکلیف خندا پټوله اخیر یې د قاضي په مخ کې د خپل میړه په عقليت او استدلال ښه وخندل.

قاضي سړي ته وویل: دا هر څه چې تا ته درپیښ شوي په دې یوه کې هم ستا میرمن لاس نه لري دا د بدرغي کیسه یواځي ستا تش او ناوړه چاپیریال ځپلي ذهن جوړه کړې ده، په داسي کم عقلي سره دا هوښیاره او ښايسته میرمن مه طلاقوه، سړی او ښځه له محکمې ووتل: په همدې وخت کې قاضي ته لیک راغی هغه یې چې پرانست د لوی قاضي له خوا د دندي پرېښودلو امر ورته شوی و، قاضي سمدستي په هغه سړي او ښځه پسي ووت، سړي ته یې اواز وکړ: وه سړیه! دا سپیرلټه همدا اوس طلاقه کړه، دې خو زما بېړه هم راغرقه کړه، الله مو غرق کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

حامد صيب دغه كيسه تكراري ده:
کله چې جهنم ته ننوت (العیاذ بالله) هلته یې د دنیا یو ملګری هم ونه لید، ځکه هغوی ټولو د ده له مرګ وروسته توبه ایستلې وه..
يو وار د “بې ګټي پښیماني” او بيا “توبه” تر عنوان لاندي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x